د لاسرسي ځای

تازه خبر

'پنجاب، ګوادر – کاشغر لاره اړوي، خو پرېږدو یې نه'


'پنجاب، ګوادر – کاشغر لاره اړوي، خو پرېږدو یې نه'
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:03 0:00

پښتونخوا ولسي غورځنګ په پېښور کې د کاشغر - ګوادر لارې په اړه په یو سیمینار کې هغه دعوې په ثبوت وړاندې کړې چې د پاکستان مرکزي حکومت پخوانۍ پلان شوې لار اوس تر پنجاب تېرول غواړي. دوی دعوا کوي چې د ۲۰۱۳م کال د ډیسېمبر پر ۲۷مه نېټه د میا نواز شریف په مشرۍ وفاقي حکومت چینايي چارواکو ته بریفنګ ورکړی وو چې په موجوده حالاتو کې ګوادر ته پلان شوې لاره باید د پنجاب له موټروې تېره شي. پښتونخوا ولسي تحریک وايي، مرکزي حکومت اوس دروغ وايي چې ګنې دوی د دغې لارې مخ دې بدل کړي. دوی وايي، مرکزي حکومت تر دې دمه د رېل نظام او هواييډګرونه زیات د پنجاب په سیمو کی پرانستل شوي دي او پکار ده د کاشغر ګوادر لاره د پښتنو او بلوڅانو په سیمو کې تېره شي. په دې سېمینار کې ځېنو ملتپالو سیاسي ګوندونو هم ګډون وکړو ،او ویې ویل چې مرکزي حکومت به هېڅکله د ګوادر لاری مخ اړولو ته پرېنږدي. د غلام غوث ویډيو

XS
SM
MD
LG