د لاسرسي ځای

تازه خبر

''سعودي شاهي کورنۍ د القاعده مالي مرسته کړې''


په امریکا کې بندي د القاعده غړی ذکریا موسوي
په امریکا کې بندي د القاعده غړی ذکریا موسوي

د القاعده غړی موسوي دعوه کوي چې يو ځل يې په امریکا کې د سعودي عرب سفارت له يوه چارواکې سره د امريکا ولسمشر الوتکې په سټینګر توغندي د راغوځولو پر منصوبه هم خبرې کړې وې.

د القاعده يوه پخواني غړي د امريکا يو عدالت ته ويلي چې د نوولس سوه نويمي لسيزې مهال د سعودي شاهي کورنۍ غړي القاعده ته يو له لويو بسپنو او مالي مرستو ورکونکو څخه ول.

نوموړي دا دعوه هم کړې چې يو ځل يې په امریکا کې د سعودي عرب سفارت له يوه چارواکې سره د امريکا ولسمشرالوتکې په سټینګر توغندي د راغوځولو پر منصوبه هم خبرې کړې وې.

د نیويارک ټايمز ورځپاڼې په خپاره شوي بیان کې راغلي، په زندان کې بندي د القاعده پخواني غړي ذکريا موسوي د دوشنبې پر ورځ د نيويارک په عدالت کې خپله شاهدي پر سل پاڼو مشتمله په ليکلې بڼه وړاندې کړه.

نوموړی په فرانس کې زيږېدلی دی او د يوولسم سپټمبر تر پېښې له مخه د اميګريشن په تورونو نيول شوی و.

تر دې وړاندې په دوه زره يو کال کې ذکريا موسوي د الوتکو الوځولو تربيت ترلاسه کولی او په جرمني کې يې د القاعده پټ دفتر ته څوارلس زره ډالرله بانکه استولي ول.

ذکريا موسوي دغه شاهدي په هغه مقدمه کې ورکړې ده چې د يوولسم سپټمبر د پيښي د قربانيانو کورونۍ غړو د سعودي عرب پر ضد کړې ده.

پخپله ګواهي کې نوموړي ويلي چې په دوه زره اته نويم او نهه نويم پر مهال په افغانستان کې مېشت القاعده ده ته دا حکم ورکړی و، د هغو خلکو ټول مالومات راغونډ کړي چې دغه تنظيم ته پيسې او بسپنې ورکوي.

د ده په خبره چې القاعده ته د پيسو ورکولو په دغه فهرست کې د سعودي عرب د هغه وخت د جاسوسي ادارې مشر شهزاده ترکې الفيصل، د واشنګټن لپاره د سعودي سفير شهزاده بندر بن سلطان او وتلی ارب پتي شهزاده الوحيد بن طلال شامل وو.

د نیويارک ټايمز په وينا، موسوي په ماته ګوډه انګلیسي ژبه عدالت ته وويل چې اسامه بن لادن غوښتل د هغو خلکو حساب کتاب له ځانه سره وساتي چې پیسې يې ورکړې دي.

نوموړي دا هم وويل چې ده د اوه نيم سوه کلوګرام يو بم چولو مشق هم کړی و چې وروسته به يې په لندن کې د امريکا سفارت په نښه کولی.

د ده په وينا القاعده هم دغسې وسله په کېنيا او تنزانيا کې د امريکا پر سفارتخانو په کړو بريدونو کې استعمال کړه.

دا شان ذکريا موسوي عدالت ته دا هم وويل چې يو ځل ده په واشنګټن کې د سعودي سفارت خانې د اسلامي چارو څانګي له يوه چارواکې سره وليدل چې هغه د کندهار سفر هم کړی و.

د ده په خبره ټاکل شوې وه چې دی به واشنګټن ته تللی، يو داسې ځای وګوري چې له هلته سټینګر ميزايل ځای پر ځای کړي او بيا له هغه ځايه څخه و تښتي.

د ده په وينا له چارواکو سره يې د ليدو پر وخت د امريکا هوايي ځواک الوتکې پر راغوځولو غږېدلی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG