د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د مذهبي سپکاوي قانون کې بدلون پکار دی'


د پاکستان انساني حقونو کميشن مشرې، زهره يوسف مشال ريډيو ته وويل چې د مذهبي سپکاوي قانون واضحه نه دی نو ځکه هر څوک کولی شي بل کس د مذهب په سپکاوي تورن کړي.

د پاکستان انساني حقونو کميشن يو ځل بيا غږ کړی دی چې په ۱۹۸۰ مو کلونو کې رامنځته شوی، مذهب ته د سپکاوي مخنيوي هغه قانون کې دې بدلون وشي چې د غلط استعمال له وجې يې ګڼ خلک يا خو په جېلونو کې دي او يا هم پرې مقدمې چلېږي.

د دې کميشن پر ويب سايټ د وروستيو ورکړل شوو شمېرو ترمخه په ۲۰۱۳ کال کې پنځه پنځوس کسان د مذهب په سپکاوي تورن شوي وو. د دې قانون ترمخه هېڅوک نشي کولی چې د یو مذهب په اړه بدې خبرې وکړې او يا يې د پيغمبر سپکاوی وکړي.

د پاکستان انساني حقونو کميشن مشرې، زهره يوسف مشال ريډيو ته وويل چې د مذهبي سپکاوي قانون واضحه نه دی نو ځکه هر څوک کولی شي بل کس د مذهب په سپکاوي تورن کړي.

((قانون له شروع راهيسې غلط کارول کېږي. خلک يې شخصي دښمنيوو کې د بدل اخيستو لپاره کاروي. دا اکثره د هغه خلکو خلاف استعماليږي چې کمزوري دي. په ټولنه کې د زغم نشتوالی د دې سبب شوی چې په دې قانون کې د اصلاحاتو خبره هم ممکنه نه ده))

په اسلام اباد کې د امنيتي څيړنو مرکز « CRSS » بيا پر خپل ويب سايټ ليکلي چې له ۱۹۹۰ کال څخه تر ۲۰۱۲ کال پورې ۶۰ کسان مذهب ته د سپکاوي په تور له عدالتونو بهر وژلي دي. په دوی کې د پاکستان مذهبي اقليتونو د چارو وزير شهبار بهټي او د پنجاب ګورنر سلمان تاثير هم شامل دي، بټي طالبانو د مذهب د سپکاوي او سلمان تاثير خپل ساتونکي، ممتاز قادري په همدغه تور وواژه. قادري دا وخت په جېل کي دی.

په پارليمنټ کې د جمعيت علما اسلام (ف) ډلې غړی مولانا ګوهر شاه وايي دوی به هېڅکله په دې قانون کې بدلون ونه کړي او په خبره يې بايد غلط استعمال يې بند شي.

((دا قانون د يو پيغمبر، حضرت محمد (ص) په باره کې نه دی بلکې د عيسی (ع)، موسی (ع) او ټول باره کې دی. کيدای شي ځيني خلک يې د سياسي او شخصي مقصدونو لپاره کاروي خو بيا هم د قانون ختمولو يا بدلول نه دي پکار. د دې غلط استعمال بايد بند شي.))

که څه هم د قانون له مخې بايد غلط الزام لګوونکو ته هم سزا ورکړل شي خو پاکستان کې ځينو کيسونو کې د مذهب په سپکاوي تورن کسان له عدالتونو خوشي شوي خو پر هغوی تور پوري کوونکو ته څه نه دي ويل شوي.

د قانوني چارو پوه، شهاب الدين خټک وايي د دي وجه د پاکستاني عدالتي کمزورۍ دي.

((له عدالته چې څوک پرېښودل کېږي، د هغې مختلف وجوهات کېدی شي. قانون وايي چې که په يوه کيس کې معمولي شک هم وي، بايد ملزم خوشي کړئ.))

سره د دي چې د پاکستان پر ناموس رسالت قانون د بشري حقونو نړيوالو او پاکستاني ادارو وخت په وخت نيوکې کړي خو د دي هيواد د بشري حقونو د کميسون مشره، زهره يوسف وايي په قانون کې د بدلون هيله يې نشته.

((نه خوا دا حکومت مذهب ته د سپکاوي د مخنيوي قانون کې په بدلون راضي دي او نه هم تېر حکومت داسې څه وکړل. حکومتونه له مذهبي سخت دريځو ويريږي. د پيپلز ګوند تېر حکومت غوښتل چې دي قانون کې اصلاح وکړي خو دا خبرې هغه مهال ناممکنه شوي چې د دوی د مذهبي اقليتونو وزير مذهب ته د سپکاوي په تور ووژل شو.))

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې يا نهې په ورځ د پاکستاني سني تحريک غړو د اسلام اباد هايي کورټ مخې ته د پنجاب د پخواني ګورنر سلمان تاثير د وژونکي، ممتاز قادري په ملاتړ کې مظاهره وکړي. قادري ته د په ۲۰۱۱ کال کې د مرګ سزا اورول شوي خو لا هم پانسي شوی نه دی.

XS
SM
MD
LG