د لاسرسي ځای

په ملاکنډ کې د پنځو زرو کتابونو کتابتون


فضل زمان شلمان د ملاکنډ ایجنسۍ سخاکوټ اوسېدونکی دی. د تاریخي کتابونو او لرغوني څیزونو ډیر شوق لري او هم په دې غرض یې په خپل کور دننه یو شخصي کتابتون او لرغونتون جوړ کړی دی چې پکې د نایابو هغو په ګډون تر پنځو زرو زیات کتابونه شتون لري. دغه شان په لرغوني څیزونو کې د انګریزانو د وخت ټوپکې، د ۱۸۹۵ م کال د ملاکنډ جګړې ټوپکې او تمانچې، د بده مت اثار او د پخوانیو وختونو سیکې او لوښي پراته دي. د مشال راډيو خبریال خالد خان په سخاکوټ کې دغه کتابتون او لرغونتون ته تللی او دغه ویډیو یې جوړه کړې ده

XS
SM
MD
LG