د لاسرسي ځای

تازه خبر

کاشغر ګوادر سړک دې تر خېبر پښتونخوا او کوټې تير شي


د سنيټرانو په وينا چې د شاته پاتې صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان حق وهل کېږي اوحکمرانان ټوله ګټه پنجاب ته وړي خو دوی به یې داسې کولو ته هېچرې هم پرينږدي.

د پاکستان سياست وال، تاجران او وکيلان له وفاقي حکومته غوښتنه کوي چې خپله هغه فيصله دې بيرته واخلي چې ګنې له چينه به ګوادر ته راتلونکې سړک د خېبر پښتونخوا او کوټې پر ځای اوس له پنجابه تېرېږي، د دوی په وينا چې تر هغو به خپل احتجاج جاري ساتي چې حکومت خپله پرېکړه نه وي اخیستې.

د پاکستان په سېنېټ کې پښتنو او بلوڅ سنيټرانو له غونډې واک اوټ کړې دي

د سنيټرانو په وينا چې د شاته پاتې صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان حق وهل کېږي اوحکمرانان ټوله ګټه پنجاب ته وړي خو دوی به یې داسې کولو ته هېچرې هم پرينږدي.

دې لړ کې د نهې يا د سه شنهبې په ورځ پښتنو او بلوڅ سنيټرانو په اسلام آباد کې د سينټ د غونډې نه احتجاج وکړ او له وفاقي حکومته ئ غوښتنه وکړه چې له چين کاشغره چې کوم سړک د ډيره اسماعيل خان او ميانوالي د لارې ګوادر ته رسيدو او وس ئ حکومت غواړي چې له حسن ابدال ، اسلام آباد د لارې لاهور او بيا د سکر د لارې ئ تر د ګوادر پورې ورسوي

د دې سنيټرانو په وينا چې دا رنګ د شاته پاتې صوبو خېبر پښتونخوا او بلوچستان حق وهل کېږي اوحکمرانان ټوله ګټه پنجاب ته وړي خو دوی به یې داسې کولو ته هېچرې هم پرينږدي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټرعبدالروف وويل چې وفاقي حکومت دا پلمه کوي چې له دوی سره د دې منصوبې لپاره پيسې نشته نو پيسې خو چين ورکوي، نو دوی به په هر ډول په حکومت د کاشغر ګوادر سړک پخوانۍ منصوبه بحالوي او په دې لړ کې له دوی سره د پښتونخوا، بلوچستان او د جنوبې پنجاب سېنېټران ملګري دي.

نوموړي وويل:

«د لفظونو په ګډوډولو او په چالبازۍ [ټېکنیکالیټي] کې د پنجاب حکمرانانو تل له پښتنو سره لوبې کړې دي او زموږ په سترګو کې خاورې اچوي نو پرون په سېنېټ کې د منصوبو وفاقي وزير احسن اقبال په خپل بيان کې وويل چې دوي دا منصوبه نشي اعلانولی ځکه چې پر دې باندې ١١ اربه ډالره خرڅ راځي او دا له موږ سره نشته نو ځکه به دا منصوبه اوس له پنجابه پر شته سړکونو تېروي او چې کله پيسې راغلې نو له خېبر پښتونخوا او کوټې به یې تيروي.

نو ما ورته وويل چې پيسې خو تاسې نه ورکوئ بلکې د چين حکومت یې ورکوي نو بيا ولې تاسو له پښتنو، بلوڅانو او د سرایکي سيمو له خلکو سره دا ظلم کوئ.

نو زه دا وايم که چېرې يو وارې یې دا سړک بدل کړو او د رتو ډېرو په لار یې د پنجاب او سيند له موټروې سره وتړلو نو دا منصوبه د تل لپاره پاتې شوه.

او پنجاب هر څه خپل وطن ته وړي، زموږ په نامه چې کومه منصوبه اعلان شوې ده دا د يوې ټېکنيکل خبرې په نتيجه کې دوی پنجاب ته وړي، نو موږ پر دې دا احتجاج کړی دی او روان به یې ساتو»

هم دا رنګ له عوامي نيشنل ګوند سنيټر حاجي عديل مشال راډيو ته وويل چې يوا خوا به د حکومت له دې نوې منصوبې سره د خېبرپښتونخوا او بلوچستان ولس متاثره شي نو بل خوا به د پنجاب په تېرېدو دا سړک ١٠٠٠ کلو ميټره اوږد شي چې له کبله به یې ترې د پاکستان اقتصاد ته ډير زيان رسي.

حاجي عديل زیاتوي:

«د پنجاب افسر شاهي او د پنجاب چې کوم وزيران دي خصوصاَ د منصوبو او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال دا سړک بدل کړی دی او اوس یې دا منصوبه جوړه کړې ده چې له چينه به دا سړک د حسن ابدال له لارې اسلام اباد او بيا لاهور ته او له لاهوره، ملتان او له هغه ځایه بيا سکر او له سکره بيا حيدراباده او بيا تر ګوادره، نو پکار خو دا وه چې شاته پاته صوبو ته ترقي ورکړل شي، د پنجاب ټول ښارونه ماړه او پټ دي.

نو موږ وفاقي حکومت ته وويل چې مهرباني وکړئ چې کوم پخوانى پروګرام وو په هغه طريقه دا سړک جوړ کړئ.

نو حکومت دا ونه منله او موږ پر هغه یو داسې دورند احتجاج وکړو چې له خلکو به د کالا باغ ډېم احتجاج هېر شي»

د حکومت د نوې منصوبې په اړه چې يو څو ورځې وړاندې مشال راډيو د وزير اعظم نوازشريف له سلاکار امير مقامه چې کله وپوښتل نو هغه وويل چې دې په دې لړ کې کره مالومات ترلاسه کوي او له هغه وروسته به خپل دریځ جوتوي.

د ده په وینا:

«زما به هم کوښښ وي چې د دې لپاره اواز راپورته کړو ځکه چې پر ما لومړی حق زموږ د صوبې او ولس [خېبر پښتونخوا] دى او بيا روستو د پارټۍ او نوازشريف خبره ده خو تر دې دمه ماته په دې اړه کره مالومات لاس ته نه دي راغلي او يواځې د تنقيد په ځاندره کې د دې مخالفت اورم. نو په دې اړه زه پخپله ډېر په سنجيدګۍ سره کوښښ کوم چې ريښتا او کره مالومات ترلاسه شي او که دا ثابته شي چې بې له څه وجې دا منصوبه بدليږي نو پر ضد به یې زه پوره پوره احتجاج کوم»

د ذکر ده، د پېښور های کورټ بار اسوسيېشن د خېبر پښتونخوا سوداګرۍ خونې [چيمبر اف کامرس] او د خېبر پښتونخوا وزير اعلي پروېز خټک هم په دې منصوبه اندېښنه ښودلې او له وفاقي حکومته یې غوښتنه کړې ده چې پخوانۍ منصوبه دې بحاله کړي.

XS
SM
MD
LG