د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا رغونې پنځه کلن سټراټيژيک پلان جوړ شو


پکتیکا والي پر ټولو مرستندویه او بسپنه ورکوونکو ادراو غږ وکړ، چې د ياد پنځه کلن ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په عملي کولو کې پراخه ونډه واخلي، چې په راتلونکي کې پکتيکا په يو پرمختللي ولايت بدل شي.

د پکتیکا په سټراټیژیک پنځه کلن پرمختیايي پلان کې یو شمېر مهمې ټولګټې پروژې، سړکونه، د ښوونځیو او روغتونونو ودانۍ او د ښې حکومتدارۍ د منځته راتګ له پاره ځانګړې برنامې په پام کې نیول شوي، چې په عملي کولو سره به يې د سیمه والو په ټولنیز ژوندانه کې ښه والی راشي.

تېره ورځ هغه یو ورځنۍ ورکشاپ، چې د سټراټيژيک پلان د تشریح او د خلکو څخه د نظرغوښتنې په موخه د اړونده ادارو د ریيسانو او د پکتیکا ولایت د ټولو ولسوالیو د ولسوالانو او قومي مشرانو په ګډون جوړ شوی وو، د دې پلان د ارزښت او اهمیت په تړاو پکیتکا والي عبدالکریم متین داسې وویل:

((تاسو دا صلاحیت لرئ، چې دلته دې دا مکتب جوړ شي، یا دې ویاله جوړه شي، دې ته په ساده نظر مه ګورئ، په دې کې چې دا هره افغانۍ مصرفیږي، د دې په مسوولیت کې به تاسو شریکوئ، په دې اړه هم شرعي وجیبه لرئ، هم افغاني، هم پښتني او هم اسلامي، نو تاسو باید داسې پلان جوړ کړئ، چې هره افغانۍ يې افغانستان او پکتیکا ته په ګټه تمام شي.))

انجینر متین وړاندې وویل، چې ولس ددې حق لري تر څو د لومړيتوبونو په نظر کې نیولو سره هغه پروژې په ګوته کړي چې اړتیا ورته لري، ترڅو په دې پلان کې ځای شي او د مرکزي حکومت او نورو مرستندویه ادارو په کمک دغه پلان عملي بڼه غوړه کړي.

پکتیکا والي پر ټولو مرستندویه او بسپنه ورکوونکو ادراو غږ وکړ، چې د ياد پنځه کلن ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په عملي کولو کې پراخه ونډه واخلي، چې په راتلونکي کې پکتيکاپه يو پرمختللي ولايت بدل شي.

د پکتیکا ولایت له بیلابیلو ولسوالیو څخه راغلیو قومي مشرانو هم د خپلو نظرونو د څرګندولو پرمهال د یاد پنځه کلن ستراتیژیک پرمختیایي پلان په جوړولو خوښي څرګنده کړه او له مرکزي حکومت څخه یې د عملي کولو په برخه کې د جدي پاملرنې او عملي اقدامغوښتنې وکړې.

د پکتیکا ولایت له پاره جوړ شوی ستراتيژيک ولايتي پرمختيايي پلان په اتو سکټورونو کې خواوشا ۴۵۰ بیلابیلې غټې او وړې پروژې لري، چې د پنځو کالو په موده کې به د پکتیکا ولایت په ټولو ولسوالیو کې پلې شي.

د یادولو وړده چې د پنځه کلن ستراتیژیک پرمختیایي پلان لومړنۍ طرحه په ۱۳۹۰لمریزکال کې جوړشوې وه او تردې مهاله د هغه ابتدايي پلان ۱۲۳ غټې او وړې پروژې د بیلابیلو مرستندویه ادارو او د وزارتخانو د پرمختیایي بودجو څخه تطبیق شوي دي او پر۲۴پروژو باندې کار جریان لري.

XS
SM
MD
LG