د لاسرسي ځای

'پاکستان حکومت دې افغان کډوال نه ځوروي'


د ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م ډیسېمبر د پېښور پر ارمي پبلک ښوونځي د وسله والو طالبانو له خونړي بريده پس په خېبر پښتونخوا کې لا هم د لټون عملياتو کې افغان کډوال نيول کېږي. د صوابۍ برکي پنډغالي کډوال وايي چې د دوی د پنډغالي يو شمېر اوسېدونکي د پاکستان په مختلفو ځايونو کې نیول شوي دي او حال دا چې د کډوالۍ رجسټريشن کارډونه هم لري کډوال وايي، چې پوليس دې د کارډ لرونکو کډوالو بې ځايه تنګول پای ته ورسوي. او کارډ نه لرونکو سره د نرمي وکړي او بايد چې د افغانستان حکومت بيرته تلونکیو کډوالو لپاره د استوګنې اسانتياوې برابرې کړي له پيښوره د ځلاند يوسفزي ویډيو

XS
SM
MD
LG