د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې شپږ سرکاري کارکوونکي تښتول شوي


د بلوچستان صوبې له بلوڅ مېشتې سیمې کیچ څخه نامعلومو وسله والو شپږ کسان تښتولي دي. چارواکي وايي دغه شپږ واړه کسان د شادي کور په نوم د اوبو بند سرکاري کارکونکي ول.

تراوسه هېڅ یوې ډلې د دغو کسانو د تښتولو پړه منلې نه ده خو چارواکي وايي دوی ګومان کوي چې یاد کسان به د پېښې ځای ته ورڅیرمه غرونو ته تښتول شوي وي.

ددوی په وینا د تښتونکو له منګولو ددغو کسانو راخوشې کولو لپاره حکومتي سرتیرو لټون پیل کړی دی. بل پلو یو هندو ډاکټر منوج کومار له تاوان ورکولو وروسته برمته ګرو خوشې کړی دی.

په بلوچستان صوبه کې د سړي تښتونې پېښې ډیرې لیدل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG