د لاسرسي ځای

تازه خبر

'اوکراییني ځواکونه او روس پلوو بېلتونپالي دې اوربند وکړي'


نښتو په وروستیو څو ورځو کې په پتېره دېبالڅیوي ښار کې زښته زور نیولی چې په حکومتي ولکه کې دی او روسیې پلوه بېلتونپالي هلته د دولتي ځواکونو کلابندولو هڅه کوي.

په داسې حال کې چې د اوکرایین په ختیځ کې جګړو زور اخیستی، د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د جرمني چانسلرې انګېلا مېرکل او د اوکرایین ولسمشر پیترو پوروشینکو د اوکراییني ځواکونو او روس پلوو بېلتونپالو ترمینځ د سمدستي اوربند غوښتنه کړې ده.

دا غوښتنه د اوکرایین سولې خبرو له ناکامۍ یوه ورځ وروسته کېږي. د فرانسې جمهوري ریاست وايي، درې واړو مشرانو چې پر ټیلیفون يي خبرې کولې، په اوکرایین کې د جګړې ختمولو په موخه د مینسک خبرو پر ناکامۍ خپګان ښودلی.

نښتو په وروستیو څو ورځو کې په پتېره دېبالڅیوي Debaltseve ښار کې زښته زور اخیستی دی چې د حکومت په ولکه کې دی او روسیې پلوه بېلتونپالي هلته د دولتي ځواکونو د کلابندولو هڅه کوي.

د اوکراین پوځ پرون «اتوار ورځ»وویل چې دیارلس تنه سرتېري یې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې وژل شوي. حکومتي چارواکي او روس پلوه بېلتونپالې سرچینې د لږترلږه اولس ولسيوګړو د مړینې خبر هم ورکړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG