د لاسرسي ځای

تازه خبر

نویو افغان وزیرانو خپلې چارې پیل کړې


د افغانستان ولسي جرګې له خوا تایید شوي اته وزیران او د ملي امنیت ریس نن دوشنبه خپلو اړوندو ادارو ته معرفي او په رسمي ډول یې خپل کارونه پيل کړل.

د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني د معرفي کېدو په مراسمو کې د افغان حکومت اجرایوي مشر عبدالله عبدالله وویل چې ډير ژر به نور وزیران هم ولسي جرګې ته ور وپیژندل شي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیره ورځ همدې اتو وزیرانو او د ملي امنیت مشر په ارګ کې د وفادارۍ لوړه وکړه.

ولسي جرګې تیره اونۍ د اتلسو کاندید وزیرانو له ډلې اته تنه تایید کړل او ۱۲ نورو ته یې د نه باور رایه ورکړه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG