د لاسرسي ځای

خېبر پښتونخوا حکومت په مۍ بلدیاتي ټاکنې کوي


د خېبرپښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک

د خېبرپښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک

د خېبرپښتونخوا وزیر اعلا پروېز خټک ویلي دي چې صوبايي حکومت به د مۍ په میاشت کې بلدیاتي انتخابات کوي.

د مشال ریډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، چې داتوار په ورځ د کوهستان ضلعې له یوه پلاوي سره د خبرو په وخت وزیر اعلا ویلي چې د بلدیاتي نظام عملي کېدو سره به ولس خپلې ستونځې د خپلو استازو په مټ د کور کلي په کچ هوارې کړي.

وزیر اعلا زیاته کړې چې حکومت به په بلدیاتي انتخاباتو کې بریاليو غړیو ته د پرمختیا چارو لپاره له دریو سوو تر څلور سوو میلیونه روپو اضافي پانګه هم ورکوي.

XS
SM
MD
LG