د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې ترهه ګري ولې راټوکېږي؟


د شکارپور په امام بارګاه کې پر ۳۰مه جنورۍ د ځانمرګي برید مړه او ژوبل روغتون ته وړل شوي
د شکارپور په امام بارګاه کې پر ۳۰مه جنورۍ د ځانمرګي برید مړه او ژوبل روغتون ته وړل شوي

د سیند له کشموره نیولې تر کراچۍ د سپرهای وې او نورو سړکونو پر غاړو ډېرې مدرسې جوړې شوي دي، د سیند په یو شمېر ښارونو کې د وسله والو ګوندونو نارې لیکل شوې او بیرغونه یې لګیدلي په نظر راځي.

د سیند صوبې په شکارپور کې د د جنورۍ پر ۳۰مه نېټه د جمعې پر ورځ د شییعه ګانو په یوه امام بارګاه په ترسره شوي برید کې د وژل شویو شمیر ۶۲ ته لوړ شوی دی.

د هغې پېښې پلټنې لپاره له کراچۍ څخه شکارپور ته تللې، د سي ای ډي پولیس افسرانو ځانګړې ډلې شواهد راټول کړي او لومړنی رپورټ یې برابر کړی دی.

د سي ای ډي پولیس مشر راجا عمر خطاب د اتوار په شپه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، چې ترسره شوی برید ځانمرګی و، او په دې کې د سیمې ځینو عناصرو هم د حمله کونکي مرسته کړې ده:

«داسې ځېنې شواهد ترلاسه شوي دي چې د سیمې خلکو هم د بریدګر مرسته کړې ده، اوس موږ له دې لوري هم پلټنې کوو. د جندالله په نامه یوې وسله والې ډلې چې د حملې پړه منلې ده، موږ دا ګڼو چې دا د پلټنو لوري بدلولو یو کوښښ دی. شکارپور له بلوچستان سره نزدې سیمه ده او په بلوچستان کې مخکې هم په هزاره ګانو دا ډول حملې شوي دي. په دې کې لشکرجنګوي او د هغوی نور خواخوږي لاس لرلی شي»

په شکار پور کې مخکې هم د ترهګرۍ پیښې مخې ته راغلي دي خو د داخلي سیند په یو ضلعه دا د فرقه ایز تاو تریخوالي تر ټولو لویه پېښه ده.

په سیند صوبه کې په مختلفو کلیو کې د بېلا بېلو مذهبونو او مسلکونو خلک یو ځای استوګنه لري، خو د مذهب او مسلک په بیناد د تاوتریخوالي پېښو نشتون له کبله دا خاوره د صوفیانو وطن او د سیکولر نظریاتو لرونکو وګړو مسکن بلل کېدو، خو په دې ورستیو کې په داخلي سیند کې د مذهبي او مسلکي تاوتریخوالي پېښې زیاتې شوې دي.

دا چې د دې څه لامل دی؟ په دې اړه سیندی خبریال او شنونکی ریاض سهیل وایي:

«د داخلي سیند له کشمور ضلعې نیولې تر کراچۍ د سپرهای وې او نورو سړکونو پر غاړو ډېرې مدرسې جوړې شوې دي، د سیند په یو شمېر ښارونو کې د وسله والو ګوندونو نارې لیکل شوي او بیرغونه یې لګېدلي په نظر راځي. دا سلسله په سیمه کې له سیلاو راتلو وروسته تېزه شوې ده، په مخکیني او اوسني سیند کې ډېر فرق دی، په ځېنو ضلعو کې د هېندوانو جینکو جبري ودونې او مذهب اړونې، په مندرونو حملې، دمحرم په جلوسونو بریدونه او په شییعه او احمدي مسلکونو ګوزارونه کېږي»

د هغه په وینا په سیند صوبه کې د فرقه ایز تاوتریخوالي پیښو ته په کتو سره داسې ښکاري چې دا سیمه اوس د پخوا په څېر د صوفي نظرلرونکو وګړو خاوره نه ده پاتې، او د دې سیمې حالاتهم د پاکستان د ځېنو نورو برخو او پتېره بیا د قبایلي سیمو د حالاتو په لور په تیزۍ سره روان دي.

XS
SM
MD
LG