د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د افغانستان ۱۸۴ ولسوالیو کې زیانمنو خلکو سره مرسته کوي


په هرات کې نادارې مېرمنې
په هرات کې نادارې مېرمنې

په کابل کې دامریکا سفارت د یکشنبې په ورځ د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وویل چې ددوی حکومت د زیانمنو شویو افغانو کورنیو سره د نږدې څلور دیرشو میلیونو ډالرو خوراکي توکیو مرسته کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي:دامریکا حکومت د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال سازمان WFP د دوامداره مرستو او ژغورنې د هڅو د پروګرام PRRO سره د خپل مالي ملاتړ دیوې برخې په توګه د ۳۳.۷ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي توکیو مرسته کوي.

په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا په خپره شوې دغه خبر پاڼه کې همداراز راغلي چې دامرستې به د افغانستان په ۱۸۴ ولسوالیو کې د زیانمنو شویو خلکو سره کیږي.

په دې لړ کې د طبعي او اقتصادي پېښو څخه د زیانمنو شویو خلکو سره بېرته عادي حالت ته د راګرځیدو په موخه مالي ملاتړ، د خوارځواکو ماشومانو، امیندوارو او شیدې ورکوونکو مېرمنو درملنه، او د لومړنیو او منځیو ښوونځیو د زده کوونکو زده کړه تر اوسه هم په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له لومړیتوبونو څخه دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د نړیوالې پرمختیایي ادارې مرسته به نه یوازې د نوموړو طبقو خلکو ته ګټه ورسوي، بلکې د هغو کسانو سره چې په شدیده بې وزلۍ کې ژوند کوي او همدارنګه هغو خلکو سره چې د جګړې، طبعې پېښو او اقتصادي ستونزو له کبله زیانمن شویدي، هم ډېره مرسته کوي.

XS
SM
MD
LG