د لاسرسي ځای

کراچۍ : امنیتي سرتېرو سره نښتو کې نهه وسله وال وژل شوي


فایل فوټو

فایل فوټو

تیره شپه د سند ایالت په کراچۍ ښار کې نهه تنه مشکوک وسله وال د امنیتي ځواکونو لخوا په یوه نښتنه کې وژل شوي دي.

د پولیسو چارواکو نن مشال راډیو ته وویل چې د امنیتي سرتیرو او مشکوکو وسله والو ترمنځ نښتې په منګوپیر او ملیر سیمو کې رامنځ ته شوي دي.

پولیسو امنیتي ځواکونو ته د اوښتي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. بل پلو وسله والو هم د دواړو پېښو په اړه څه نه دي ویلي.

په هم دې حال کې پرون په ټول پاکستان کې شیعه مسلمانانو د مظاهرو او لاریونونو په ترڅ کې د سند صوبې په شکارپور سیمه کې په یوې امام بارګا ترسره شوی ځانمرګی برید چې په ترڅ کې يې له شپيتو زیات کسان وژل شوي وو ، وغندلو.

د کراچۍ په شان په پېښور کې هم شیعه مسلمانانو د جمعې د ورځې دغه پېښه وغندله او د حکومت نه یې د پېښې ترشا د لاس لرونکیو کسانو د نیولو غوښتنه وکړه.

په شکار پور کې د ترسره شوې ځانمرګې حملې پړه جندالله په نوم وسله والې ډلې قبوله کړې وه.

XS
SM
MD
LG