د لاسرسي ځای

تازه خبر

’د باړې کډوال خپلو سیمو ته استوو‘


د باړې کډوال ځېره او غله غواړي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

د خېبر پښتو نخوا له ګورنر کوره په خپاره شوي بیان کې راغلي، چې له فېبرورۍ میاشتې به د باړېاتیا زره کډوال خپلو سیمو ته ستنولو لړۍ پیلوي او هرې کورنۍ ته به پنځویشت زره روپۍ ورکوي او د ټرانسپورټ لپاره به هملس زره روپۍ ورکول کېږي.

د خېبر پښتو نخوا له ګورنر کوره په خپاره شوي بیا کې راغلي چې له فېبرورۍ میاشتې به د باړېاتیا زره کډوال خپلو سیمو ته ستنولو لړۍ پیلوي او هرې کورنۍ ته به پنځویشت زره روپۍ ورکوي او د ټرانسپورټ لپاره به هم لس زره روپۍ ورکول کېږي.

په خپاره شوي بیان کې دا هم راغلي چې د باړې په پوځي عملیاتو کې د وران شوو او زیانمن شوو کورونو سروې به هم کوي او په مکمله توګه د وران شوي کور پر سر به څلور لاکه روپۍ او د زیانمن شوي کور په سر به یو لاکه شپېته زره روپۍ ورکول کېږي او د باړې په تاریخی بازار کې د تجارتي هلوځلو د بیا پیلولو په لړ کې به هم ګامونه پورته کوي.

د باړی کډوالو خپلو سیمو ته د لیږدولو په لړ کې ګورنر مهتاب عباسي له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، چې د باړې کډوالو ته د مالي مرستو ورکولو په لړ کې د ټیلي نار او موبیل لینک کمپنو سره تړونونه هم لاسلیک شوي دي:


«متاثرینو ته ډاډګیرنه ورکوم چې موږ د مالي مرستو ورکولو یو داسې نظام جوړ کړی دی چې نېغ په نېغه به د هرې کورنۍ مشر ته دغه مرستې رسېږي، دا مرستې به نېغ په نېغه د دوی بانکي کاتو «اکاونټونو» ته رسېږی او د موبایل سیم یا اې ټي ایم کارډ له لارې به دوی دا مرستې ترلاسه کوي))


بل اړخ ته د خېبر ایجنسۍ د تیرا میدان بې کوره شوو خلکو د جمعې پر ورځ د یوې مظاهرې له لارې د پښتونخواله ګورنره غوښتنه کړې ده چې دوی په راشن ترلاسه کولو کې له ستونزو سره مخامخ دي او د دوی دا ستونزه دې هواره کړي او پتېره د هغوی وران شوي او زیانمن شوي کورونو بیارغولو لپاره دې هم ګورنر د مرستو اعلان وکړي.

د یادونی وړ ده چې په خیبر ایجنسۍ باړه کې له تېرو شپږو کلونو راهیسې د پوځي عملیاتو له وجې د باړې خلک له خپلو سیمو وتلي دي او تر روانو پوځي عملیاتو «خېبر ون» وړاندی هلته د »خوښ به دې شم»، «درغلم»، او»بیا درغلم»، په نوم درې نور پوځي عملیات ترسره شوي دي او لا په خیبر سیمه کې د امنیت وضع نه ده سمه شوې. خو اوس د خېبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسی دعوا کوي چې په باړه کې امن پر ځای شوی دی او له راتلونکې فېبرورۍ میاشتې به د باړې تحصیل کډوال خپلو سیمو ته ستانه شي.

که څه هم د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسی د خیبر ایجنسئ د باړی تحصیلد بی کوره شوی خلکو خپلو سیمو ته د واپس لیګدولو اعلان کړیدی او د هغویسره د ځنی مالی مرستو اعلان ی هم کړیدی خو د تیرا ځنی بی کوره شوی خلکو د جمعی په ورځ په پیښور کې د یو احتجاجی مظاهریپر محال د خیبر پښتونخوا د ګورنر نه غوښتنه وکړه چې دوی په راشن ترلاسه کولو کې د ستونزو سره مخ دی او ددوی دا ستونزی دی هواری کړی شی او هغوی دی هم خپلو سیمو ته واپس ولیګدوی او د هغوی د وران شوی کورونو په لړ کې دی ورسره مالی مرستی وکړی شی

XS
SM
MD
LG