د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان او ایرلنډ د نړۍ د ۱۰ پیاوړو کرېکټ ټیمونو امتیاز ترلاسه کړ


د افغانستان او ایرلنډ کرېکټ ټیمونو د نړۍ د لسو پیاوړو ټیمونو امتیاز ترلاسه کړ.د کرېکټ نړېوالې شورا د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړچې د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام لوبو لپاره به له دغو لسو ټیمونو څخه اته لوبډلې د ۲۰۱۷ کال ترسېپټمبر پورې د ترلاسه کړیو امتیازاتو له مخې غوره کېږي.

دوه ټیمونه به بیا تر نړیوال جام یوکال مخکې له هغو دوو نورو سره چې د لیګ لوبو له لارې دې مرحلې ته رسیږي، لوبې کوي او دوه ګټوونکې به یې په نړیوال جام کې ګډون کوي.

د افغانستان او ایرلنډ لوبډلو ته د ترلاسه کړیو ښو امتیازاتو له امله دا ویاړ ور په برخه شوی دی چې د ۲۰۱۹ کال په نړۍ وال جام کې د ګډون لپاره د لیګ په مرحله کې برخه نه اخلي.

د کرېکټ د دوهمې مرحلې نورې ملې ډلې به لکه سکاټلنډ، هالنډ، کېنیا، نیپال، هانګ کانګ، متحد عربي امارات، نامیبیا او پاپوا نیو ګیني د ۲۰۱۹ کال په نړیوالو لوبو کې د ګډون تر لاسه کولو لپاره د روان میلادي کال له نیمایي د لیګ لوبې پیلوي او دوه ټیمونه به ترې انتخابیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG