د لاسرسي ځای

تازه خبر

“په تورخم کې فساد اوج ته رسیدلی”


په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر وايي، په تورخم کې فساد نور دې ته اړ کړي، چې له سوداګرۍ څخه لاس په سر شي.

په ننګرهار کې یو شمېر سوداګر وايي، په تورخم کې فساد نور دې ته اړ کړي، چې له سوداګرۍ څخه لاس په سر شي.

دغو سوداګرو خپلې ستونزې د چارشنبې پر ورځ د ننګرهار له والي مولوی عطالله لودين سره شریکې کړې دی.

دوی وویل،چې د شپږو مياشتو وروسته په تورخم کې بيا تله فعاله شوې او د پخوا په څير له لويو موټرو په یوه او بله بهانه غيرې قانوني پيسې اخلي.

د سوداګرو استاز ولیحاجي زلمي مشال راډيو سره په مرکه کې وویل،کله چې له تورخم نه جلال اباد ته خپل سوداګریز توکي وړي، په تورخم کې د تلې، ښاروالۍ، ګمرک او په نورو بېلابېلو نومونو له سوداګرو غیرې قانوني پيسې اخیستل کیږي:

"اول دا ترازو دا شپږ میاشتې بند و،اوس بیا فعاله شو دا ترازو غیرې قانوني پيسې اخلي دوه روپۍ دولت ته ځي او پاتې لس روپۍ شخصي جیبونو ته ځي، بل موږ غوښتنه کړې وه،چې موږ په تعرفه د ګمرک د ښاروالۍ پيسو ورکوو دا څه مانا لري،چې درته په لاره کې لس پاټکونه يې اچولي وي،موږ دا ښاروالۍ نه منو، بل د صحت عامه مشکل دا و،چې زموږ مالونه راځي قانوني درې سوه ګرامه دوی حق لري،چې معاینه يي کړي خو صحت عامه هر کانټینر نه دوه دوه ټیمونه غوړي او په همدې ترتیب نور توکي اخلي او،چې د ورځې سل دوه سوه ټيمونه کیږي دا اخلي او بیا بیرته خرڅوي"

د لوي باروړونکي موټر یو تن چلوونکی سميع الله وايي کله،چې له تورخم نه تر جلال اباد پورې ځې د ملکي مامورینو ترڅنګ امنيتي کسان هم ورته په لويه لار ناست دي او په بیلابیلو نومونو ترې پیسې اخلي:

"موږ،چې د ګمرک نه راووځو د شپې نهو بجو پورې بندیز وي،بیا د هغې نه وروسته راته وايي که دوه زره روپۍ ورکوي سیده لاړ شه او که دوه زره نه ورکوې نو بیا په بای پاس سړک لاړ شه په هغې سړک،چې ځو څو ځای غله راځي او موږ مجبور يو پیسې ورکړو،نه دا بس د پولیسو په جامه کې دي موږ خو سواد نه لرو نه پوهیږو،چې دا کومه ډله ده"

د ننګرهار والي مولوی عطالله لودین وویل،چې دی به د فساد د مخنیوي په خاطر د ښاروالی،ګمرک،روغتیاریاست او نورو هغو ارګانونو په اړه،چې سوداګرو پرې تورونه پورې کړل جدي څيړنه وکړي او پر فساد ککړ کسان به د قانون منګولو ته وسپاري:

"دوی دا شکایتونه وکړل،د ترازو په اړه،ښاروالۍ،او ان د صحت عامه په اړه چې د دوی مالونه معاینه کوي زه به دا ټول مسایل وڅيړم د ولسمشر اقتصادي سلاکار سره به هم وګورم"

خو په تورخم کې د تلې د بیا فعالیدو په اړه والي عطالله لودین د سوداګرو ستونزه تايد کړه،چې دې سره پخوانۍ فساد بیل پيل شوی.

نوموړي وویل،چې دی به له مرکزي چارواکو سره یو وار بيا د سوداګرو دغه انديښنې شریکې کړي ترڅو د فساد ريښې له منځه یوسي او پر فساد ککړ خلک د قانون منګولو ته وسپاري:

"همدا اوس تاسو د تجارانو شکایت واوریده فساد جاري دی،د شپې له مخې،چې څارنوالان او نور خلک نشي تلی دا فساد ترسره کیږي،موږ به بلاخره همدا کار هم کوو،کله ،چې هیت راځي د څارنوالۍ له لارې به دا خلک تعقبيږي"

له دې وړاندې هم په وار وار یو شمېر سوداګرو په تورخم کې د پراخه فساد نه شکایت کړی و،ولې په خبره يې اوس هم په هماغه اندازه له سوداګرو او موټر چلوونکو نه په بیلابيلو نومونو غیرې قانوني پیسې اخیستل کیږي،دسوداګرو په خبرهدې فساد نور تر دې تنګ کړی،چې مجبور دي نور له سوداګرویزو چارو لاس واخلي.

ننګرهار ـ شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG