د لاسرسي ځای

تازه خبر

لغمان: ځانمرګي بريد ۱۲ کسان وژلي


د لغمان امنیتي چارواکي وایي، د پنجشنبې پر ورځ ماسپښين درې بجې د لغمان مرکز اړوند د پهلوان بابا د غونډې په سر د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريدګر ۱۲ ولسي وګړي وژلي او ۳۶ يې ژوبل کړي دي.

د لغمان امنیتي چارواکي وایي، د پنجشنبې پر ورځ ماسپښين درې بجې د لغمان مرکز اړوند د پهلوان بابا د غونډې په سر د جنازې په مراسمو کې ځانمرګي بريدګر ۱۲ ولسي وګړي وژلي او ۳۶ يې ژوبل کړي دي.

د لغمان ولايت مطبوعاتي مسوول سرحدي ځواک مشال راډيو ته وويل:
په دغه پېښه کې د لغمان د امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر په ګډون څلور پوليس هم وژل شوي او درې نور يې ژوبل شوي دي.

سرحدي ځواک وايي،يو مشکوک ځانمرګی بريدګر امنيتي ځواکونو نيولې هم دی.

د یادولو ده چې د پنجشنبې پر سهار شاوخوا اوهنيمې بجې د لغمان ولایت مرکز اړوند د سرک د غاړې د ماین په چاودنه کې درې ولسي وګړي او يو سیمه ایز پوليس وژل شوي وو او ماسپين درې بجې يې د جنازې او تدفين مراسم تر سره کيدل چې ياد ځانمرګی بريد پکې وشو.

د پېښې پړه تر دې دمه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې.

XS
SM
MD
LG