د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د بلوچستان بلدیاتي انتخابات په بریاليتوب تر سره شول”


د بلوچستان حکومت وايي په ټول هېواد کې دا یواځنۍ صوبه ده چې د مشکلاتو باوجود د مقامي حکومتونو لپاره د انتخاباتو ترسره کولو کې بریالي شوه.

د دې صوبې د اطلاعاتو وزیر عبدالرحیم زیارتوال له مشال راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې د دې صوبې په ځنې برخو کې امنتیي ستونزې شته خو صوبايي حکومت یې د قابو کولو توان لري.

د یادونې وړ ده چې په بلوچستان کې د بلدیاتي انتخاباتو لړۍ پرون (چارشنبه) سر ته ورسېده.

بلخوا د خېبر پښتو نخوا حکومت وخت په وخت وېلي چې ډېر ژر به په هغې صوبې کې هم بلدیاتي انتخابات کوي خو تر دې دمه یې نېټه نه ده اعلان کړې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG