د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د امریکا او هند جوهري تړونه سیمه بې ټېکه کولی شي'


د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز

د سرتاج عزیز په وینا پاکستان په جوهري رسايي ډلې «نیوکلیېر سپلایرز ګروپ»کې هند ته د غړیتوب مخالفت کوي.

د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، د امریکا او هند ترمینځ له جوهري معاهدې سره به په جنوبي اسیا کې د طاقت توازن متاثره شي.

د نهې په شپه د پاکستان خارجه چارو دفتر لخوا جاري شوې خبر پاڼه کې د سرتاج عزیز له خولې ویل شوي چې پاکستان و هند ته د امریکا ولسمشر براک اوباما په شوي سفر کې د هغه بیانونو او تړنونو جاج واخیست چې پر سیمه ییزو او نړۍوالو چارو اغېز کولی شي.

بیان دا هم وایي چې د پاکستان سلامتې لپاره دوی د دې تړون د اوږد مهاله اثراتو جاج هم اخلي.

د سرتاج عزیز په وینا پاکستان په جوهري رسايي ډلې «نیوکلیېر سپلایرز ګروپ»کې هند ته د غړیتوب مخالفت کوي.

په خپل ردعمل کې سرتاج عزیز وویل چې پاکستان د خپلو قامي امنیتي ګټو خوندي ساتلو حق لري، او یو داسې هېواد چې هغه د کشمیر پر لانجه د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د پرېکړه لیکونو سرغړونه کوي، په هېڅ توګه په امنیت شورا کې د مستقل غړي حقداره نه دی.

سرتاج عزیر زیاته کړه چې د ترهګرۍ نړیوالې مسلې لپاره د ګډو هڅو ضرورت دی.پاکستان د ترهګرۍ خلاف د نړۍوالې ټولنې یو مهم غړی دی او هم د دغسي عزم توقعو د ترهګرۍ خلاف جنګ کې له نورو ملکونو هم لري.

د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو مشیر سرتاج په وینا، پاکستان له امریکا سره خپلو تعلقاتو ته اهمیت ورکوي او له امریکا هم په جنوبي اسیا کې د سټریټیجک استحکام او توازن لپاره د تعمیري کردار ادا کولو تمه لري.

سرتاج عزیز له هنده وغوښتل چې په ۲۰۰۷ م کال د سمجهوته ایکسپریس منصوبه کونکو او ملزمانو ته دې سزا ورکړې.

د پاکستان اندېښنو په اړه د بهرنیو چارو کار پوه بیرسټر زاهد سعید وایي چې د پاکستان اندېښنې پر ځای دی ځکه چې د امریکا او هند ترمینځ له جوهري تړونسره به په جنوبي اسیا کې عدم استحکام راشي.

د نوموړي په وینا که هند دا معاهده وکړي نو د هغوې بل قدم به د جوهري ټېنکالوژۍ جوړول وي.

دی وایي، « د هند وزیر اعظم پالیسیانې ډیرې تېريکوونکې یا جارحانه دي، که ورته لږه حوصله ترلاسه شي چې یو لوی ځواک (سوپر پاور) ورسره دی نو بیا بهدا منطقه غیر مستحکمه کړي او خپل زور به وښیي، بل دا چې پاکستان صرفپه سلامتي کونسل کې د هند مستقل غړیتوب خلاف نه دي، بلکې نور ملکونه هم دي. دا به څنګه کېږي؟ مخکې به یې چین نه پریږدې او هغه ویټو پاور لرې»

بلخوا د بهرنیو چارو کار پوه پروفیسر اعجاز خټک وایي چې خارجه چارو مشیر د هند په سلامتي کونسل کې مستقل رکنیت په اړه د پاکستان پالیسي یو وارې بیا بیان کړې ده.

پروفېسر اعجاز خټک په وینا چې د هند سلامتي کونسل رکنیت لپاره د امریکا حمایت سیاسي اثر لري، هغه یو لوی او مستحکم ملک دی، اقتصادي او پوځي طاقت لري نو په دې بنیاد یې اهلیت جوړیږي، خو دا غړیتوب دومره اسان نه دی او وخت به اخلې باید چې پاکستان خپلې سلامتۍ لپاره نوي سوچونه وکړي.

«پاکستان ته داسې پالیسي راوستل پکار ده چې هغه له نوې دنیا سره خپل تعلق لري چې هغې ته د هند په نظر کې و نه ګوري. حالات بدلېږي او زما په خیال دوی ته پکار ده چې سنجیدګۍ سره سوچ وکړي چې خپل تعلقات به د امریکا پشمول له نورو ملکونو سره څنګه متوازي ساتي»

د نوموړي په وینا هند یو بدل ځای ته لاړو بدل حیثیت لري، ښه حیثیت لري یا بد، غلط یا سم نو اخلاقي بحث په دې کې نه وي، نویو حالاتو ته ځان سمول دی، په زړو معاملو دا خبره نوره مخکې نشي تللی.

یاده دې وي چې پخوا هم د پاکستان لخوا د هند په سلامتي کونسل کې د مستقل غړیتوب ترلاسه کولو او په جوهري رسايي ډله «نیوکلیر سپلایرز ګروپ» کې د شمولیت مخالفت کړی دی.

XS
SM
MD
LG