د لاسرسي ځای

بلوچستان کې د بلدیاتي انتخاباتو دریمه مرحله ترسره کېږي


نن د چارشنبې پر ورځ په بلوچستان ایالت کې د بلدیاتي انتخاباتو دریم او وروستی پړاو ترسره کېږي چې په ترڅ کې یې به یې د کویټې ضلعې لپاره ښاروال او د هغه مرستیال او په دوه دیرشو نورو ضلعو کې چیرمین او مرستیال چیرمین ټاکل کېږي.

د دغو چوکیو د عهدیدارانو د ټاکل کیدو لپاره په ټول بلوچستان کې لس زره شپږ سوه کونسلران چې مخکې ټاکل شوي رایه ورکوي.

د کویټې د ښاروالۍ د چوکۍ لپاره د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مشر ډاکټر کریم الله مهم کاندید ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG