د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ډېره اسماعیل خان کې پنځه وسله وال وژل شوي


د خېبر پښتو نخوا د ډېره اسماعیل خان پولیسو چارواکو نن (چارشنبه) مشال راډیو ته وویل چې پرون په سلطان کوټ سیمه کې د لټون عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو او حکومتي ځواکونو ترمنځ په جګړه کې پنځه طالبان وژل شوي، دوو نورو ځانونه الوځولي او لس طالبان ژوندي د دوی لاسو ته ورغلي دي.

په سیمه کې د مشال راډیو خبریال خبر راکوي چې دا عملیات د پولیسو ، پوځ او د ایف سي ملیشه وو لخوا په شریکه ترسره شوي او د عملیاتو نه وړاندې په یاده سیمه کې ګرځ بندیز هم اعلان شوی و.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG