د لاسرسي ځای

د افغانستان د کډوالو د چارو سرپرست وزیر فضل احمد عظیمي وايي په پاکستان کې د پولیسو لخوا د افغان کډوالو د ځورولو او په زوره بیرته افغانستان ته د شړلو په اړه دوی د پاکستاني چارواکو سره تماس نیولی دی.

افغان چارواکي وايي په پېښور کې د تېر دسمبر په شپاړسمه پر ارمي پبلک سکول د وسله والو د برید نه پس د افغان کډوالو ځورول زیات شوي دي، خو په کابل کې د پاکستان د سفارت ویاند اختر منیر بیا وايي یوازې هغه افغان کډوال پوښتل کېږي چې قانوني استاد ورسره نه وي.

په پاکستان کې دا مهال د یو نیم میلیونه زیات افغان کډوال ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG