د لاسرسي ځای

تازه خبر

'کلثوم سیف الله خان د پښتنو ښځو لپاره یوه پیلامه وه'


کلثوم سیف الله خان
کلثوم سیف الله خان

بیګم کلثوم سیف الله خان د پاکستان لومړۍ ښځینه وفاقي وزیره وه.

سیاستواله او د ولسي خیر ښېګړې لپاره کارکونکې او پخوانی وفاقي وزیره بیګم کلثوم سیف الله خان له څه مودې ناورغۍ وروسته د ګل په ماځیګر مړه شوه.

یو نوي ۹۱ کلنې کلثوم سیف الله خان د خېبرپښتونخوا په کرک کې زوکړې وه او واده یې د لکي مروت له یوه کاروباري کس خان سیف الله خان سره شوی وو.

هغه د پخواني وفاقي او صوبایي وزیرانو انور سیف الله، سلیم سیف الله او د زړه ناروغیو ماهر ډاکټر اقبال سیف الله خان مور وه.

بیګم سیف الله خان د خپل سیاسي ژوند پیل له عوامي نیشنل ګونده کړی و او بیا په پیپلز ګوند او له دې پس يې له مسلم لیګ سره سیاسي ملتیا درلوده.

کلثوم سیف الله خان په وړومبې ځل په ۱۹۷۷ م کال کې د ښځو په مخصوصه پارلماني څوکۍ د قامي اسمبلې غړې منتخب شوه او په ۱۹۸۸ م کال هم د قامي اسمبلې د ښځو په ځانګړې څوکۍ ټاکلې شوې وه.

د نوموړې سیاسي ژوند په اړه د پاکستان پیپلز پارټې د خېبر پښتونخوا رهنما شازیه اورنګزیب وایي چې په سیاست کې د ښځو راتلو لپاره به د هغې کردار همېشه یادېږي.

د شازیه اورنګزیب په وینا بیګم سیف الله خان د خېبر پښتونخوا ښځو لپاره په سیاسي او کاروباري ډګر کې یوه پیلامه یا رول ماډل وه.

«بیګم سیف الله خان د پښتنو او ښځو لپاره یو لوی نوم دی، زه د هغې په سیاست او ټولنیزه خېر ښېګړې کې او پنېره د پښتنو لپاره د هغې خدماتو ته سلام وړاندې کوم، هغې په خپل ګوند کې الیکشن ګټلی وو او واحده هغه ښځه وه چې په سیاسي توګه یې په خپل ګوند کې الیکشن کړی وو او بیا د ګوند صدره هم پاتې شوې ده او هم د دې له وجې د ښځو یو کردار په سیاست کې جوړ شو، چې تل به یادېږي»

د ذکر ده، بیګم کلثوم سیف الله خان د خاوند له مرګه پس سیف ګروپ اف کمپنیز مشره هم وه او د زنانو د تجارتي هلو ځلو ادارې ویمن چیمبر اف کامرس اینډ انډیسټريز په جوړولو کې هم د نوموړې خدمات یادیږي.

بیګم سیف الله خان خیبر پښتونخوا د معذورانو ایسوسي ایشن په جوړولو کې هم رول لرلو.

پخوانی وفاقي وزیرې ته کال ۲۰۰۸ کې د هغې خدماتو په اعترف کې هلال امتیاز هم ورکړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG