د لاسرسي ځای

د کوټې له سورينج سیمې پنځه کانکيندونکي تښتوول شوي


د کوټې امنيتي چارواکي او د کانکيندونکواتحاديې مشران وايي، نامالومه وسله والو بېګا «نهې شپه» د کوټې له سورينج سیمې اووه کانکيندونکي تښتوولي، چې دوه يېخوشي کړي خو پنځه نور لا هم ورسره برمته دي.

د کانکيندونکواتحاديې مشر بخت نواب يوسفزي مشال راډيوته وویل، په پاتې پنځو تښتوول شويو کسانو کې يو د سوات اوسېدونکی دی، او څلور د کوټې د هنه اوړک سیمې کانکيندونکي دي، چې لا يې هم برخلیک څرګند نه دی او نه یې یو چا د تښتولو پړه منلې.

XS
SM
MD
LG