د افغان ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې په بېلا بېلو ولایتونوکې ۱۵ وسله وال وژل شوي او ۶ تنه نور نیول شوي دي.
د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي، چې دا عملیات په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پکتیکا، هلمند، کندهار، هرات او نمیروز ولایتونو کې شوي دي.
د اعلامیې له مخې په یادو عملیاتو کې یو شمېر وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلی دي.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د ملي اردو ۷ تنه سرتیري هم د وسله والو په حملو کې وژل شوي دي.