د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا و پاکستان ته د ملا فضل الله مړ یا ژوندي سپارلو ډاډ ورکړی


ملا فضل الله
ملا فضل الله

دا خبره د ګل ورځ د پاکستان دفاع سيکرېټري ليفټينېنټ جنرل ريټایرډ طاهر عالم خټک د سېنټ دفاع قایمه کمېټۍ ته تر تړلو ورونو شاته غونډه کې وکړه.

امریکا و پاکستان ته د تحريک طالبان پاکستان مشر ملا فضل الله په افغانستان کې د مړ یا ژوندي نيولو په صورت کې د سپارلو ډاډ ورکړی دی.

دا خبره د ګل ورځ د پاکستان دفاع سيکرېټري ليفټينېنټ جنرل ريټایرډ عالم خټک د سېنټ دفاع قایمه کمېټۍ ته تر تړلو ورونو شاته غونډه کې وکړه.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د يادې کمېټۍ يو غړيد نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې کمېټۍ ته د عالم خټک څرګندونې دا وې چې د پاکستان او امريکا روڼه تګلاره لري او هغه دا ده چې دواړه هېوادونه له سيمې وسله والو طالبانو خاتمه غواړي. پاکستان په ښه او بد طالب کې توپیر ختم کړی دی او دغه وجه ده چې امريکا ورسره د پوره مرستو ژمنه کړې ده.

د نوموړي وينا وه چې دواړه هېوادونه په دې خبره رضا شوي دي چې د ترهګرو خاتمې لپاره به کارروايانې کوي او که یو څوک هم ژوندی ونیول شي نو يو بل ته به سپاري.

د عالم خټک د دې څرګندونو په ځواب کې اېمل خټک له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، «په دې ورستیو وختونو کې د پاکستان، افغانستان او امريکا د لوړپوړو دولتي او پوځي چارواکو ترمينځتګ راتګ زيات شوی دی او په دې ناستو کې دا خبرې هم شوې دي، هغه خلک چې په پاکستان او افغانستان کې په ترهګرۍ ککړ دي، هغوی به په څه ډولنیول کېږي او يا يې پرضدبه یې څنګه کارروايي کېږي او دواړو هېوادونهدا فيصله هم کړې ده چې خپله خاوره به د يو بل پر ضد کارولو ته نه پرېږدي نوددې فيصلو پهرڼا کې د دفاع سيکرېټري په څرګندونو کې تر ډېره حده حقيقت شته»

ياده دې وي چې د۲۰۱۴م کال ډیسېمبر مياشتې پر ١٦ نېټه د پېښور په ارمي پبلک سکول د حملې په دويمه ورځ د پاکستان پوځ مشر جنرل راحيل شريف د افغانستان په يو ورځني سفر کابل ته تللیو، هلته نوموړي د ولسمشر اشرف غني علاوه د ایساف کمانډر جنرل جان کیمپبل سره هم لیدلي ول.

دا دې هم ياده وي چې د ٢٠١٣ کال په نومبر مياشت کې د حکيم الله مسود له وژنې وروستو ملا فضل الله د تحريک طالبان پاکستان مشر وټاکل شو او د روانې مياشتې په ١٤ مه نېټه امريکا نوموړی نړۍوال ترهګر وګرځاوه.

XS
SM
MD
LG