د لاسرسي ځای

د خېبر پښتونخوا په سوات کې د پرايمري سکول استادانو په يوه احتجاجي لاریون کې وویل، نه به ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین ورکولو کې برخه اخلي او نه به هم د حکومت په غوښتنه د امنيت لپاره سکولونو ته وسلې وړي.

د سوات ضلعې استادانو اتحاديې جنرل سيکرېټري علي رويداد نن «سېشنه» مشال راډيو ته وويل:

»د فبرورۍ تر ۲۸مې نېټې زموږ غوښتنې ومنل شوې، نو بیا به په ټولو صوبو کې د استادانو احتجاج رابولو. که بدلون دوی دې ته وايي، چې استادان دې سکولونه وتړي، او ماشومانو ته دې ګوزڼ ضد څاڅکي ورکړي، او غیرنصابي حکومتي کاروايي کې برخه واخلي نو دې ته موږ هېڅکله تیار نه یو.«

ياده دي وي چې د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي ول چې ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاين ښه پر مخبيولو لپاره په ځېنو وختونو کې د پراپمري سکولونو له استادانو کار اخلي.

XS
SM
MD
LG