د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ناورین لا هم د ماشومانو له ذهنونو نه وځي


د برید ښکار ارمي پبلک سکول ته جوخت د ورسک ماډل ښوونځي یوې ماشومې ماریه مشال ریډیو ته وویل چې یوه خوندکۍ ورسره هر وخت پر پر ښوونځيو د ممکنه بریدونو خبرې کوي

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د ډیسېمبر پر ۱۶مه نېټه «۲۰۱۴م کال» د وسله والو طالبانو د خونړي برید پېښې چې د ۱۳۲ کسانو په ګډون پکې ۱۵۲ کسان وژل شوي ول او نژدې ۱۲۰ تنه چې په هغو کې هم اکثریت ماشومان ژوبل شوي ول، د خېبر پښتونخوا او پتېره د پېښور ښوونځيو پر ماشومانو، استادانو او د ماشومانو پر میندو او پلرونو بد نفسیاتی اثرات غورځولي دي.

د برید ښکار ارمي پبلک سکول ته جوخت د ورسک ماډل ښوونځي یوې ماشومې ماریه مشال ریډیو ته وویل چې یوه خوندکۍ ورسره هر وخت پر پر ښوونځيو د ممکنه بریدونو خبرې کوي:

«زما ملګرې چې کله هم راسره ناسته وي نو ماته وايي، چې ترهه ګر راشي نو زه به دا ورته وایم، چې د خدای لپاره دا کارونه پریږدئ او خپل کار کوئ. نو زه ورته وایم چې لوی خدای به زموږ حفاظت کوي او بل زموږ د ښوونځي لپاره ټینګ امنیت نیول شوی دی، او استادان هم موږ ته وايي، چې تاس هېڅ فکر مه کوئ، که ترهه ګر راځي نو اول به پر موږ راځي»

د ارمي پبلک سکول له پېښي وروستو حکومت د سکولونو امنیت لپاره یوه تګلاره جوړه کړې ده او چوکیدارانو ته هم وسلی ورکړل شوې دي او د استادانو ته هم د قانونی وسلو ساتلو اجازه ورکړل شوې ده خو ځېنې زده کوونکي وايي، چې د سکولونو له سختو امنیتي ګامونو سره هم پر تعلیمی ماحول بد نفسیاتي اغېز پریوتی دی.

د پېښور ایډورډز کالج یو زده کوونکي محمد ابراهیم مشال ریډیو ته وویل((ایډورډز کالج د جنوری په ۱۲مه نېټه پرانستل شو خو بیا امنیتی ډله راغله او ویې ویل چې د کالج امنیتي انتظامات سم نه دي او دوه ورځې پس یې بیا وتړل شو، د کالج دیوالونه لوړ کړل شو او زموږ د ایډورډز کالج اصلي تاریخي څېره یې خرابه یې پرې خرابه کړله. دکالج پر دروازه یې امنیتي پوسته جوړه کړې ده. په تعلیمی ادارو کی داسې کول نه دي پکار. خو موږ د تعلیم لپاره راځو او سبق حاصلول غواړو نو زموږ مخی ته چې ټوپک په لاس سړی ولاړ وي او هغه موږ لټوي نو دا عمل په زده کوونکو بد اغیز پرېباسي))

په تعلیمی ماحول د بدو نفسیاتی اثراتو په لړ کی په پېښور کی د افتخار اعصابي روغتون یو نفسیاتي ماهر ډاکټر افتخار مشال ریډیو ته وویل چې د پېښور نفسیاتی ماهرینو د پېښور ځېنو استادانواو زده کوونکو لپاره یو روزنیزه ناسته هم برابره کړې وه چې څه رنګهغوی له ویرې ترهې راوباسي:

« دا زموږ د نفسیاتی ماهرینو لپاره هم یو چېلنج دی چې څه رنګ پر ویره ترهه قابو ومومو، ډېره زیاته وېره او ترهه خوره شوې ده او له ارمي پبلک سکوله ګېرچاپېره سکولونه کې هم ویره خوره شوې ده، د ماشومانو مور پلار هم خپل ماشومان سکولونو ته لېږلو کې زړه نا زړه دي،او ځېنې ماشومان هم سکول تلو ته زړه نه ښه کوي، نو دا ډېره لویه ستونزه راولاړه شوې ده»

XS
SM
MD
LG