د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د ولسمشر اوباما سفر او د پاکستان تمې


هند: د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او د امریکا ولسمشر براک اوباما په نوي ډيلي کې د هند جمهوریه ورځ پرېډ ننداره کوي. د جنورۍ ۲۶مه ۲۰۱۵م کال
هند: د هند لومړی وزیر نرېندر مودي او د امریکا ولسمشر براک اوباما په نوي ډيلي کې د هند جمهوریه ورځ پرېډ ننداره کوي. د جنورۍ ۲۶مه ۲۰۱۵م کال

'هند ته د امريکا ولسمشر براک اوباما دوره د ټولې سيمې لپاره مهمه ده. دا ځکه چې امريکا غواړي د خپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ مسلې نه وي او يا بېخي کمې وي.'

د امريکا ولسمشر براک اوباما، هند ته د خپل سفر پر مهال له هندي مشرتابه سره د توانايي، تعليم او دفاع په ګډون پر يو شمېر نورو چارو خبرې اترې کړې دي. خو په پاکستان کې حکومتي لوړپوړي چاروواکي خوشبينه دي چې له دې دورې به د پاکستان او هند پر تعلقاتو هم ښه اغېز وشي.

د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزيز د اتوار پر ماځيګر له رسنیو سره په خبرو کې تمه وښودله چې ولسمشر براک اوباما د پاکستان او هند اړیکو ښه کولو کې خپلکردارترسره کړي. د ده په خبره د پاکستان او هند تعلقاتو کې تر پخوا ښه والی راغلی دی. خو زیاتوي چې د دواړو ملکونو اقتصادي موخه او پر مختګ اله ترلاسه کېدی شي چې په سویېلي اسیا کې امن پوخ شي.

هم دا راز د خارجه چارو کارپوهان هم دې سفر ته لوی ارزښت ورکوي. له مشال راډيو سره په خبرو کې د پېښور پوهنتون بهرنو اړیکو مطالعاتو څانګې پخوانی مشر ډاکټر اعجاز خټک وویل، د امريکا ولسمشر دوره د ټولې سيمې لپاره مهمه ده. دا ځکه چې امريکا غواړي د خپلو مقصدونو ترلاسه کولو لپاره د پاکستان او هند ترمنځ مسلې نه وي او يا بېخي کمې وي.

د پاکستان پخوانی سفير او اسلام اباد کې مېشت د بهرنیو چارو کارپوه اکرم ذکي هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، چې په شمالي وزيرستان کې د وسله والو ډلو پر وړاندې د پاکستان پوځي عملیاتو او دغه ډول امریکا ته د پوځ مشر راحېل شریف له سفره وروسته د هغوی پر پاکستان باور او اعتماد سېوا شوی دی. د ده په خبره امريکا د چېن لپاره له هند سره او د افغانستان او مرکزي اسيا هېوادونو لپاره له پاکستان سره ښه تعلقات مهم بولي. او له دې سره په ټوله سیمه کې امن،سياسي او معاشي ټېکاو او استحکام راتلی شي خو دا اله ممکن ده چې پاکستان او هند په خپلو کې ښه تعلقات ولي نو ځکه به د امريکا ولسمشر براک اوباما په دغه لړ کې خپل کردار ترسره کوي.
اکرم ذکي زياتوي چې په سيمه کې د طاقت تول یا توازن پر ځای ساتلو لپاره پاکستان ته د هند دفاعي تړونونو او وسلو اخیستو نه بې غوره کېدل نه دی پکار.

XS
SM
MD
LG