د لاسرسي ځای

تازه خبر

لواړګي کالج کې نښته، یو زده کونکی مړ، پنځه ژوبل


د لواړګي چارواکي وايي، نن غرمه «ګل ورځ« د خېبر ایجنسۍ په سرکاري ډګري کالج لواړګي کې د زده کوونکو دوو ډلو ترمنځپه نښته کې یو زده کوونکی وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.

پولیټیکل تحصیلدار دفتر خان مشال راډیو ته وویل، چې زده کوونکو پر یو بل د چړو او ډزو ګزارونه کړي. دی زیاتوي چې ژوبل زده کوونکي یې روغتون ته رسولي دي.

د کالج انتظامیې چارواکي وایي، د زده کوونکو ترمنځ د تفریحي دورې پر پانګه «فنډ» او د اتحادیې پر مشرتابه د ناندري رامنځ ته کېدو پر سر جګړه شوې، خو زیاتوي چې په دې اړه یې نورې پلټنې هم پیل کړې دي.

پولیټیکل تحصیلدار وویل چې د دواړو ډلو ترمنځه یې جګړه درولې ده او د دغو ډلو ځینې زده کونکي یې نیولي دي. د چارواکي په خبره مشرانو یې جرګه هم پیل کړې ده او کالج هم تر ناڅرګندې مودې تړل شوی دی.

یاده دې وی چې څه موده مخکې هم په دې کالج کې د زده کونکو د دوه ډلو ترمنځ له نښتې یو تنوژل شوی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG