د لاسرسي ځای

فدا مامد مخلص له ډریورۍ سره سره شاعري هم کوي او تر اوسه یې د شاعرۍ دوه کتابونه هم چاپ شوي دي.

له کراچۍ د پاکستان نورو ښارونو او افغانستان ته د مال وړونکو ګاړو ډېری ډرېوران د قبایلي سيمو او پتېره بیا له خېبر ایجنسۍ سره تعلق لري. په دغو ډرېورانو کې یو شمېر داسې خلک هم شته چې نه یوازې خپل ګاړي چلوي بلکې شاعري لولي او هم یې کوي.

فدا مامد مخلص یو له دغو ټرانسپورټرانو دی، چې د خپل عمر زیاته برخه یې په ډریورۍ کې تېره کړې ده او د شاعرۍ دوه کتابونه یې هم چاپ دي.

((ننواتی او پرهرونه پاڼې پاڼې زما د شاعرۍ چاپ کتابونه دي. د خېبر د خلکو شاعري خوښه ده. دې خاورې تل ادبي خلک زېږولي دي او اوس هم خلک په متلونو او د ژوند په نور برخو کې له حمزه بابا، خاطر اپرېدي، ناظرشینواري او نورو شاعرانو له شاعرۍ ګټه اخلي))

فدا مامد مخلص زیاتوي څه موده مخکې به ددوي سره په ګاړو کې سیتار، باجه او د موسیقۍ نور الات هم ول، او چې کوم هوټل کې به د شپې د تېرولو لپاره ودریدل نو هلته موجود ډریوران به راټول شو او د موسیقۍ بانډار به یې جوړ کړو خو په دغو ګاړو د حملو روسته اوس زیاتره خلک د ځان د موسیقۍ الات نه ګرځوي، دی وایي د ډریورانو شاعرانو زیاتره شاعري د مساپرۍ په موضوعاتو وي

((ما ۲۵ کاله ډرېوري کړې ده او همدومره وخت مې شاعري کړې لوستلې او اوریدلې ده. په ګاړي کې راسره تل د یو شاعر کتاب پروت وي. د شاعر ډرېور شاعري پر مساپرۍ راڅرخي ))

د خېبر ایجنسۍ د زخه خیلو سیمې عبدالغفور غفور هم له ډېرې مودې راهسې ډرېوري کوي، دی وایي د کلي په حجرو کې د موسیقۍ محفلونو او بیا له کراچۍتر باګرامه اوږدو مزلونو او سپرونو یې پر مزاج شاعرانه څپې شیندلي دي.

((زموږ شینواري او اپرېدي له ادب سره ډېره مینه لري ، زموږ د اپریدو په حجرو کې اوس هم د سیتار او ګړي مجلوسونه وي، ما په ګاړي کې ټېپ لګولی دی چې ټول پکې د مسري خان او د خاطر شاعري اورم، همدې زه شاعر کړی یم. زموږ د سیمې ډرېوران اکثر د شپې سفرمهال د خاطر شعرونه او یا همټپې زمزمه کوي))

عبدالغفور عفور وایي زیات ژوند یې د لارې په اوږدو کې تېر کړی خو چې کله په کراچۍ کې خپلې دېرې ته راشي نو دلته هم ادبي بنډارونه جوړوي چې نور ادب ذوقه ډریوران یې په کې په ډېره مینه ګډون کوي

یو طرف ته سر ساتل، بل خوا د اشنا دیدن

مخې ته کمر راغی، نه پوهیږم څه وکړم ؟

XS
SM
MD
LG