د لاسرسي ځای

د کرمې منات سیمه له صحي اسانتیاوو بې برخې ده


صده کرمه ایجنسي

صده کرمه ایجنسي

د کرمې ایجنسۍ د مناتو سیمې خلک شکایت کوي چې هیڅ ډول صحي اسانتیاوې نه لري او حکومت په دې لړ کې هیڅ ډول اقدامات نه کوي. د دغه کلي خلک وايي ددې باوجود چې حکومت ته یې په بار بار خپل غږ رسولی ، خو ددوی په روغتون کې ډاکټران نشته.

د حاجي قیمت خان په نوم یو ځايي مشر وايي : په دې لوی روغتون کې یوازې یو ډاکټر و چې هغه هم اونۍ وړاندې بدل شوی او بل ډاکټر لا تر اوسه نه دی راغلی.

د منات سیمه د کرمې ایجنسۍ د صدې تحصیل نه په دیرش کلومیټره واټن کې پرته ده او د درېوو سوو په شاوخوا کې کورنۍ دلته استوګنه لري، چې ددوی په وینا د ډیرې نادارۍ ژوند تیروي او ددې وس یې نه شته چې خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو سیمو ته ولیږدوي.

د سیمې یو بل اوسیدونکی غزني ګل وايي که دوی نورو سیمو ته خپل مریضان هم لیږدول غواړي نو په شاوخوا نږدې سیمو کې شخصي ډاکټران نشته او لرې سیمو ته د ناروغانو لیږدول اسان نه دي. نوموړی وايي حکومت دې د دوی د سیمې د روغتون غم زر وخوري ځکه چې هوا سړه ده او ناروغۍ ډیرې شوې دي.

بل پلو د کرمې ایجنسۍ د روغتیا د څانګې مشره ډاکټر معین بیګم مشال راډیو ته وویل چې دوی هڅه کوي د یادې سیمې د خلکو صحي ستونزې هوارې کړي.

د کرمې ایجنسۍ د نورو علاقو خلک هم وايي چې ددوی په سیمو کې هم په روغتونونو کې ډاکټران د نیشت برابر دي او صحي سهولتونه هم نشته.

د روغتیا نړیوالې ادارې او ملګري ملتونه هم په خپلو راپورونو کې وايي چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د خلکو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او اکثره وخت ناروغان ښاري سیمو ته د رسولو پرمهال خپل ژوند بایلي. په ځانګړي ډول هغه مېرمنې چې په اولاد ناروغې وي او له کلي ښار ته په خرابو لارو رسول کیږي.

XS
SM
MD
LG