د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د اوباما سفر او پر پاکستان یې اغېز


فایل فوټو
فایل فوټو

شنونکي نوي ډیلي ته د امریکا ولسمشر سفر ارزښتمن بولي او انګېري چې دواړه هېوادونه به په اقتصادي او نورو څانګو کې یو بل ته نږدې شي

د امریکا ولسمشر براک اوباما دا مهال د هند په سفر بوخت دی. شنونکي نوي ډیلي ته د امریکا د ولسمشر سفر ارزښتمن بولي او انګېري چې دواړه هېوادونه به په اقتصادي او نورو څانګو کې یو بل ته نږدې شي.

خو پوښتنه داده چې نوي ډیلي ته د ولسمشر اوباما سفر د سیمې او په ځانګړې ډول پاکستان لپاره څومره مهم دی؟ ددې پوښتنې په ځواب کې هندۍ خبریاله ( ارتي . ټیکو سنګ ) چې د ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره کار کوي وايي :

هند ته د خپل سفر د پیلولو نه وړاندې ولسمشر اوباما پر پاکستان غږ وکړ چې ترهګرو ډلو ته دې د خپلې خاورې د استعمالولو اجازه نه ورکوي. اوباما له تیرو څو اونیو راهیسې په خپلو ویناوو کې پاکستان ته داسې اشارې ورکړي چې د ترهګرو په اړه دې په خپله کړنلاره کې بدلون راولي. د همدغو بیانونو پایله وه چې پاکستان د جماعت الدعوه مالي سرچینې کنګل کړې. نو داسې ښکاري چې پاکستان د ولسمشر اوباما د بیانونو تر فشار لاندې دی.

خو په لاهور کې د خارجه او دفاعي چارو کارپوه پروفېسر حسن عسکري بیا وايي چې که څه هم هندوستان د ولس مشر اوباما دا سفر په پاکستان د فشار اچولو لپاره کاروي خو دده په خبره ددي سفر لوی مقصد بل دی :

امریکا غواړي چې په شرقي او اسیا پیسفیک هيوادونو کي د چین او د سیمې په اړه د هند په کړنلاره کې ځان شریک کړي. نو اوباما په سیمه کې د هند نفوس ( اسر و رسوخ ) د خپلو ګټو لپاره کارول غواړي. نوددې سفر بنیادي مقصد د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پیاوړې کول دي. نو همداده چې ولسمشر اوباما اوس د هند لورې ته د زیات نږدې کېدو هڅه کوي.

پروفیسر حسن عسکري وايي هندوستان هڅه کوي چې د ممبۍ د تروریستي پېښې ترشا د لاس لرونکیو کسانو د نیولو لپاره پر پاکستان د امریکا د لارې فشار واچوي.

شنونکي وايي هند او پاکستان اوس مهال داسې نه ښکاري چې د خپلمنځي اختلافاتو د ختمولو لپاره یو وارې بیا د مذاکراتو لوري ته راوګرځي او د حسن عسکري په وینا علت یې دا دی چې اوسنی هندي حکومت نرم دریځ نه خپلوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG