د لاسرسي ځای

ولسمشر اوباما هند ته رسېدلی


اوباما په نوي ډیلي کې

اوباما په نوي ډیلي کې

د امریکا ولسمشر باراک اوبامه د یکشنبې په ورځ د هند سر ښار نوي ډیلي ته ورسېد. نوي ډیلي ته د امریکا د ولسمشر دغه سفر ډېر مهم بلل شوی او نوموړي پخپله ویلي چې د واشنګټن او نوي ډیلي د اړیکو د لا پياوړي کولو لپاره دا یوه مهمه موقع ده.

ولسمشر بارک اوباما به د یکشنبې په ورځ د هند د وزیر اعظم نریندر مودي سره ګوري او د دوشنبې په ورځ به د هند د جمهوریت د ورځې په مناسبت په غونډه کې د ځانګړي مېلمه په حیث برخه اخلي. د فرانسې خبري اژانس په یو راپور کې لیکلي دي چې د هند د جمهوریت د ورځې په رنګارنګ دستوره کې به د هند د پوځي قوت د ښودلو سره سره د هند د کلتوري رنګارنګۍ بیلا بیلې څرګندونې کیږي.

د هندوستان په تاریخ کې به دا لومړی وار وي چې یو امریکايي ولسمشر یې د جمهوریت د ورځې په جشن کې برخه اخلي.

ولسمشر اوباما به له هندي چارواکو سره د تجارت نه واخلې تر نړیوال امنیت او د ترهګرۍ پر ضد مبارزې او په نورو چارو خبرې وکړي.

د ولسمشر اوباما سره د هغه مېرمن مشل اوباما هم په دې سفر کې ملګرې ده.
دا هم په پلان کې وه چې ولسمشر اوباما او د هغه میرمن به په اګره کې د مینې د یادګار تاج محل سیل هم کوي خو د اولسمشر اوباما سعودي عرب ته د سفر او د نوي غوره شوي بادشاه سلمان سره د ملاقات له کبله به داسفر ونه شي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر پرون پر پاکستان غږ وکړ چې په خپله خاوره کې دننه د ترهګرو خوندي ځالې دې ختمې کړي. نوموړي زیاته کړه په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې د زغم وړ نه دي. خو بل پلو پاکستان په دې غبرګون کې ویلي ولسمشر اوباما د ترهګرۍ پرضد د پاکستان جنګ ته په کمه کتلي دي.

XS
SM
MD
LG