د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکمنستان افغانستان ته د برېښنا پر زیاتولو سلا شوی


د افغانستان ولسمشر ویاند نظیف سالارزي بېګا مشال راډیو ته وویل، د اشرف غني ترکمنستان ته د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو مشرانو په دې اړه موافقه وکړه.

سالارزي زیاته کړه چې ولسمشر اشرف غني له خپل ترکمن سیال قربان ګل بېردي محمدوف سره پر یو شمېر مهمو اقتصادي پروژو خبرې وکړې چې پکې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ پر زیاتولو هم سلا وشوه.

د چارشنبې پر ورځ د افغانستان د ولسمشر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، اشرف غني د قربانګلي بیردي محمدوف سره د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګېس منصوبې په اړه عږیلي دی.

داراز یې د ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان تر منځ د ریلګاډي پټړۍ غځولو پر پروژه چې بل لور ته به له ترکمنستانه اذربایجان او جارجیا ته رسیږي، هم خبرې وکړې.

ولسمشر اشرف غني وویل دی غواړي چې د ترکمنستان ګېس او بجلي د افغانستان له لارې چین ته هم ورسول شي.

د ترکمنستان ولسمشر محمدوف بیا هیله څرګنده کړه چې سږکال به د دواړو هیوادو تر منځ تجارت دوه برابره شي.

په ۲۰۱۴ کال کې د افغانستان او ترکمنستان تر منځ سوداګري تر یو ارب ډالره زیاته شوه.

XS
SM
MD
LG