د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغان ولسي جرګې ټاکنو نېټه اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو کمېشن وايي، راتلونکې اوونۍ به د ولسي جرګې د ټاکنو د نوې نېټې په اړه پرېکړه وکړي.

بېګا له مشال راډيو سره د خبرو پر مهال د کمېسیون مرستیال عبدالرحمان هوتکي وویل، د ولسمشرۍ انتخاباتو بهیر اوږدېدو له کبله د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د دوی چارې له خنډ سره مخامخ شوې.

ده وویل، همدا لامل دی چې د ولسي جرګې راتلونکي انتخابات به هم ځنډني شي. هوتکي زیاته کړه چې که حکومت لازم امکانات برابر نه کړي نو د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ښايي پر یوه وخت تر سره نشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG