د لاسرسي ځای

په کوټه کې مذهبې ګوندونو کاربندیز اعلان کړی


د کاربندیز اعلان بېلا بېلو مذهبي ګوندونو د فرانسې په شارلي اېبدو مجلې کې د اسلام پیغمبر د خاکو خپرېدو په غبرګون کې کړی.

په دې وروستیو کې هم د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې د یادو خاکو پر ضد مظاهرې شوې دي او د پاکستان پارلېمان غړو یې پر ضد علامتي احتجاجي لاریون هم کړی وو.

د جنورۍ پر اوومه نېټه وسله والو په پاریس کې د شارلي اېبدو مجلې پر دفتر په برید کې ۱۲ کسان ووژل، تر دې وروسته د مجلې په تازه ګڼه کې د اسلام پیغمبر خاکې خپرې شوې.

XS
SM
MD
LG