د لاسرسي ځای

تازه خبر

سعودي پاچا عبدالله ومړ - د نوموړي ژوند او واکمنۍ ته یوه کتنه


پراګ - شاه عبدالله بن عبدالعزیر السعود له ۱۹۹۶ز کال راهیسې پر سعودي عرب واکمن وو. د ده د مړینې خبر د سعودي عرب پر دولتي ټیلي وېژن خپور شو.

په خبر کې نور هېڅ مالومات ورنکړل شول خو شاه عبدالله د سږو ګزک له کبله له څو اوونیو راهیسې په روغتون کې وو.

د سعودي عرب دولتي خبري اژانس وايي، د ده ځای ناستی شاهزاده سلمان ۷۹ کلن دی او په دې وروستیو کې یې د عبدالله دندې پر مخ وړلې.

د عبدالله د واکمنۍ پر مهال په سعودي عرب کې د بنسټپالو او عصري فکر لرونکو تر منځ فکري واټن او خلیج نور زیات شو. ده د واکمنۍ پر مهال ځېنې اصلاحات راوستل لکه د اقتصاد ازادولو لپاره یې اقدامات وکړل. خو د بشري حقونو ډلو وخت په وخت پر شاه عبدالله انتقادونه هم وکړل.

د نوموړي د واکمنۍ په وروستیو کلونو کې سیمه له ناکرارۍ سره مخامخ وه. لکه په عربي هېوادونو کې پاڅونونو په منځني ختیځ کې ((د ثبات د ضامن په توګه)) د سعود کورنۍ او سعودي عرب مقام له خطر سره مخامخ کړ. له دې سره شاه عبدالله په هېواد کې د ممکنه ناکرارۍ مخنیوي لپاره اقدامات وکړل.

شاه عبدالله له ۱۰ زیاتې ښځې او له ۳۰ زیات بچي لرل.

په منځني ختیځ کې د مصر پخواني ولسمشر حسني مبارک رژیم پرځېدو سعودي عرب وځوراوه او ریاض پر غرب د بې وفایۍ تور پورې کړ چې په پټه یې په قاهرې کې د رژیم بدلون ومانه.

تر دې وروسته په سیمه کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې نوی خطر پیدا شو. له دې سره سعودي عرب یو ځل بیا له غرب سره ملګری شو او وسله والو ته یې د ماتې ورکولو لپاره د عربانو په اتحاد کې د مشرۍ رول خپل کړ.

هغه مهال له یوه امریکايي ټیلي وېژن سره د مرکې پر مهال شاه عبدالله ویلي ول چې ((د عربو او مسلمانو هېوادونو په توګه باید دوی [د وسله والو] ستونزه خپل مشکل وګڼي.))

په سعودي عرب کې ښځې روان یانې ۲۰۱۵ز کال ته په دې هیله داخلې شوې چې دوی به په لومړي ځل د هېواد په انتخاباتو کې د رایې ورکول حق ولري.

دا بدلون تر هغې وروسته عملي کېږي چې عبدالله په ۲۰۱۱ز کال کې اصلاحات اعلان کړل او په لومړي ځل یې په ۲۰۱۳ز کال کې په ۱۵۰ کسیزه شورا کې ۳۰ څوکۍ ښځو ته ورکړې.

خو پر دې سربېره، په لویدیځ کې څارونکو پر عبدالله انتقاد وکړ چې اصلاحات په ډېر ورو رفتار عملي کوي او یا هم دا اصلاحات یوازې نړۍ ته د ښودو لپاره دي. لکه په ۲۰۱۲ز کال کې د بشري حقونو څار نړیوالې ادارې د ده حکومت په نړۍ کې له ((کلکو او جابرانه)) نظامونو یو وګرځاوه ځکه چې د هیومن رایټس واچ په خبره، په سعودي عرب کې د نورو هېوادونو د کارکوونکو حقونو سرغړونې کېږي، ناتاره پکې خلک نیول کېږي، ځورول کېږي، رسنۍ په سختۍ پکې سانسورېږي، د مذهبي لږکیو یا اقلیتونو پر ضد پکې توپير پالل کېږي، او سیاسي نظام یې بند یا غیر ازاده دی.

روان کال پر سعودي عرب دا انتقاد هم وشو چې یوه خبریال ته یې د ۱۰۰۰ دورو سزا واوروله چې پکې هغه تر اوسه ۵۰ دورې وهل شوی دی.

شاه عبدالله په ۱۹۲۴ز کال کې په ریاض کې زېږېدلی وو. ده لومړی مذهبي تعلیم تر لاسه کړ او بیا په ۱۹۶۲ز کال د سعودي عرب د ملي ساتونکو قومندان شو.

په ۱۹۹۶ز کال کې دی هغه وخت د هېواد مشر شو چې شاه فهد فلج شو. بیا په ۲۰۰۵ز کال کې نوموړی په قانوني توګه پاچا شو ځکه چې هغه وخت شاه فهد تر اوږدې ناروغۍ وروسته ومړ.

د شاه عبدالله د واکمنۍ پر مهال سعودي عرب د غرب او په ځانګړي ډول د امریکا نېږدې ملګری هېواد پاتې شو.

شاه عبدالله له ۱۰ زیاتې ښځې او له ۳۰ زیات بچي لرل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG