د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان پر جمات الدعوه بنديز ولګاوه. خارجه دفتر


د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ويانده تسنيم اسلم
د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ويانده تسنيم اسلم

د حقاني شبکې په باب د یوې پوښتنې په باب له څرګند ځواب ورکولو هغې ډډه وکړه خو زياته یې کړه که دا ډله د ملګرو ملتونو تر بندیز لاندې فهرست کې شامله وي نو ارومرو به پرې پاکستان هم بنديز لګوي

د پاکستان بهرنیو چارو دفتر وياندې تسنيم اسلم ویلي، هېواد یې د نړۍوالې ټولنې د یوه غړي په توګه د دې خبرې پابند دی، د هر هغه ډلې، تنظیم او خلکو پر ضد به کاروايي وکړي چې ملګرو ملتونو ناقانونه ګرځولي دي.

د زيارت پر ورځ ماسپښين په اسلام اباد کې اونيزې خبرې غونډې ته تسنیم اسلم وویل، چې جمات الدعوه هم د ملګرو ملتونو په هغه فهرست کې دی چې د نوموړې ادارې د یوې کمېټۍ له لوري پرې بنديز دی او دغه ډول پاکستان هم د دغې ناقانونه ډلې ټوله شتمني او بانکي کاتې «بېنک اکاونټونه« کنګل کړې دي. دې زياته کړه چې دا پابندي ډېره مخکې لګېدلې وه.

د حقاني شبکې په باب د یوې پوښتنې په باب له څرګند ځواب ورکولو هغې ډډه وکړه خو زياته یې کړه که دا ډله د ملګرو ملتونو تر بندیز لاندې فهرست کې شامله وي نو ارومرو به پرې پاکستان هم بنديز لګوي، خو د دې کوټلی ځواب نېکټا «کورنو چارو وزارت« ورکولی شي چې ايا پاکستان حقاني شبکه ناقانونه ګرځولې ده که نه.

ايا په يو تن يا ډلې بنديز لګول به بس وي که د هغوی پر ضد عملي اقدامات پورته کول هم ضروري وي؟ د مشال راډيو د دېپوښتنې په ځواب کې د دفاعي چارو کارپوه او پروفېسر حسن عسکري وايي، په تېرو وختونو کې د پاکستان حکومت او رياست رويه يو شان نه ده پاتې شوې. او بله دا، هغه تنظيمونه چې پاکستان پرې بنديز لګولی وي، په بل نوم کار کوي دا ځکه چې د پاکستان په ایین کې داسې ذکر نشته چې پر یو تنظيم بنديز وي نو د هغوی پرغړو به هم بنديز وي. خو دا به کتل غواړي چې د تازه پابندیو به څه اثرات مخې ته راځي.

ياده دې وي چې د خارجه دفتر وياندې د خبري غونډې دوران د پاکستان هغه هوډ بیا څرګند کړ چې د هېواد په پوله کې دننه د ټولو ترهه ګرو ډلو پر ضد بې له توبیره يو شان کاروايي کوي او دا هر څه د امريکا يا بل چا په خوښه او وينا نه، بلکې د پاکستان او پاکستاني اولس د امن او سلامتۍ په خاطر یې کوي.

XS
SM
MD
LG