د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ۲۰۱۵ م کال پاکستان........!


په ۲۰۱۵ م کال په پاکستان کې له دغو کارونو لاس واخلئ. ګڼې....؟ په ګڼې مو سر خلاص دی؟

د چا کره که د مړي لپاره لاس پورته کولو «فاتحا« ته له کوټې تر ژوبه ځی نو وېره ده چې په لاره کې مو یو څوک پورته نه کړي او بیا به په میاشتو میاشتو د خپلې کورنۍ لیدو ته هوسېږی، د ژوندي پاتې کېدو په هیله به یې یاست.

له څو څو میاشتو او یا هم له کلونو وروسته به په درنو پیسو راخلاسېږی او یا امکان لري چې سر ته مو زیان ونه رسېږي. د پېسو ورکولو پر خبره هم ځان ته ډېر تسلي مه ور کوی، ولې چې زما مطلب «پېسې»نه دي، بلکه مُرادمې څو څو کروړه دي. څه تاوان به وي که د موبایل پر میسج او یا هم پر ټیلیفون له چا سره فاتحا وکړئ؟ که د اختر مبارکیانې پر مېسجونو کېدی شي، نو ولې فاتحا پر مېسجونو نشو کولی؟ نو ملګرو! اوس ستاسو حپله خوښه ده، چې کومه لاره غوره کوئ.

هرې خوا ته که مو سفر کولئ، نو واردمخه مو باید دې خبرو ته پام وي.

اول دا چې، که سرکاري نوکر یاست، نو پام کوئ چې چېرته روان یاست؟ ځکهکه وسله والو درسره د نوکرۍ سرکاري شناختي کارډ وموندلو، نو بیا خو ښه خبر یاست چې څه به درسره کېږي! نو ښه به دا وي چې تر تلو مخکې خپل سرکاري کارډ په کور کې وغورځوئ.

دویم: پام کوي چې پر خپل قامي شناختي کارډ مو دغه نومونه په خاص توګه نه وي لیکل شوي.علي، حسېن، عمر، عثمان، فاطمه او داسې ګڼ نور هغه. که «علي» لیکل شوی وي، یوه وسله واله ډله او که «عُمر» لیکلی و، نو بله ډله به مو نه پرېږدي. باید چې داسې شناختي کارډونه له ځان سره ونه ګرځوئ. که نه کېږي،نو بیا باید چې پر کور کښېنئ. اخیر داسې سفر ته به څه اړتیا وي چې ژوند مو پکې له مشکلاتو سره مخامخېږي. یو بل حل یې دا دی چې د شناختي کارډ جوړولو ادارې ته د نوم بدلولو درخواست ورکړئ او داسې نومونه پر ځان کښېږدئ چې وسله وال یې هډو په مانا نه پوهېږي لکه پاټی، کاټی، چاټې او داسې نور. که چا پوښتنه درڅخه وکړه چې مطلب یې څه؟ ورته ووایه،په مطلب پسې یې ته ګرځه.......!

او دریم دا چې، کوښښ کوئ چې خپله ګونه یا بڼه داسې جوړوئ چې نه ډېر مُلا ډوله معلومېږئ او نه ډېر ننډوله «ماډرن». که مُلا ډوله واست، نو پوځي عسکر به به مو له بسه کوزوي،او که ډېر ننډوله «ماډرن» واست، نو د وسله والو په کار ورځی. په انټرنېټ کې پسې وګرځی یا د هاليووډ فیلمونه وګورئ او یو داسې منځنۍ کس او ګونه ځان ته خوښه کړئ چې ښه په بې غمۍ سره خپل سفر وکړئ.

ښه. دا خو دا. بله خبره مې دا کوله چې ای فون او ګلاکسي موبایلونو ته څه حاجت دئ؟ ایا په ساده موبایلونو ګوزاره نه شي کېدلی؟ تاسو به ښه خبر یاست، که چا ای فون او ګلاکسي اېس-۵ درڅخه ولېدلی، نو بله ورځ په لاره کې درته درېږي او توپنچه به یې درباندې نیولې وي، ګلاکسي او ای فون به یې هم درڅخه اخیستی وي او له نورو پېسو به یې هم جېبونه در خالي کړي وي. ګورئ، پر دغه ځای چې له غېرت او ننګه کار وانخلئ. د غېرت کولو خپل خپل ځایونه وي، هلته یې ښه په ډاګه وکاروی، خو دلته دلته...........نه،نه پام.....!!!

نوی موټر سایکل رانیولو ته څه حاجت دئ؟ ایا په پښو تګ نشي کېدئ؟ که ډېره ضروري وي، نو په مساپر ګاډو کې ځئ. هلته که بیا «یو څوک» درباندې پېښ شو، بیا یې نو چوړت مه وهوه. مړه!د ټولې دنیا غم نه غم دی. د ټول وېګن غم نه غم دی. اخېر نور خو به هم په «غم» کې درسره شریک وي، څه غم یې کوې؟

ښه، بل مې دا درته ویل چې نوې او جدیده زمانه ده. خلک تر اسمانه ورسېدل او تاسو اوس هم ماشومان سکولونو ته لېږئ؟ یاره،ته نه یې خبر چې په سکولونو کې «یاران» ننوځي او ماشومان په خصوصي توګه نه پرېږدي، استادان په عمومي توګه په پټرولو سېځي. نو په داسو حالاتو کې تاسو لېوني یاست چې بچیان سکولونو ته لېږی؟ یاره، څومره ساده ګان یاست، نن سبا سکایپ شته، نوې نوې نخرې شته، یو استاد ته پېسې ورکوه، پر کور به دې ماشوم ته «سکایپي سبق» ورښیي. نه خطر، نه پرېشاني او ماشوم هم تر مخ....!!

ښه،اورېدلې مې دي چې تاسو له لوډشېډنګه ډېر تنګ یاست او لمریزه ارنرژي (سولر سسټم) مو لګولې ده؟ او پر چت مو دومره ښکاره لګولې دي چې هغه د بختیار اکا له کوره لا معلومېږي؟ ګومان کوم چې دوه کاره شوي دي. یا خو دې پر کور دوه، درې کسه د سیکیورټي والا درولې دي او یا بیا د غلو استخبارات ډېر کمزوري دي چې لا تر تا نه دي در رسېدلي؟

پام کوئ، دا ۲۰۱۵ کال او د۲۰۱۵ م کال پاکستان.

XS
SM
MD
LG