د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د بلوچستان له ولس سره د پخوا غوندې زیاتی روان دی'


د بلوچستان پخوانی وزیراعلی سردار اختر مېنګل
د بلوچستان پخوانی وزیراعلی سردار اختر مېنګل

سردار اختر مېنګل په دې غونډه کې وویل، د بلوچستان له ولس سره لا هم هغسې زیاتوب کېږي، لکه څنګه چې له تېرو شاوخوا شپېتو کلونو کېده.

د بلوچستان پخوانی وزیراعلی سردار اختر مېنګل وايي، د بلوچستان اوسنی حکومت هم د پخوانیو حکومتونو پر لار روان دی. د نوموړي په خبره د روان حکومت واکمنو هم د بلوچستانيانو د خوشالېدو پر ځای د اسلام اباد خوشالېدو ته اهميت ورکوي، او ځکه خو د ده په وینا د دغې صوبې د پرمختګ غونډې د اسلام اباد په لویو او ګران بیه هوټلونو کې کېږي. نوموړي دا خبري د بلوچستان د مشر خبریال لالا صدیق بلوڅ د نوي چاپ شوي کتاب «بلوچستان او د هغه سیاست او معیشت» په نامه د مخکتنې په غونډه کې کړې.

؛ ترقي او پرمختګ تاسو په بلوچستان کې کول غواړئ، لاکن د هغه ږغ موږ ته له اسلام اباده راځي. هغه د انګرېزي يو متل دی، چې وايي، ټول سړکونه روم ته ځي. همداسې دلته هم ټولې لارې د اسلام اباد پر خوا دي. ځکه چې که يې اسلام اباد خوشال ساتلو، نو بلوچستان به پرمختګ کوي. په اسلام اباد کې که تاسو جشن ولمانځئ، نو هغه خلک به بیا څه درکړي. او که مو اسلام اباد ناراضه کړ، نو حال به مو زما غوندې وي؛.

سردار اختر مېنګل په دې غونډه کې وویل، د بلوچستان له ولس سره لا هم هغسې زیاتوب کېږي، لکه څنګه چې له تېرو شاوخوا شپېتو کلونو کېده. دده په خبره اوس د بلوچستانيانو حال داسې شوی، چې د پاکستان په کتابونو کې يې نوم شجره ممنوعه ګرځول شوی دی.

بلي خواته ۷۵ کلن ددغه کتاب مصنف او مشر خبریال لالاصدیق بلوڅ بیا وايي، په دغه کتاب کې يې ددغې صوبې ټولې ستونځې او د هغوي له حل لارې په ګوته کړې، او د ټول ژوند د سترګو لیدلی حال يې هم په کې راغونډ کړی دی.

؛ په دغه کتاب کې ما خپلې هغه ټولې زړې لیکنې را يوځای کړې دي، چې په بېل بېل وختونو کې مې لیکلې وې. کله چې دا ټولې لیکنې چې په بېل بېل موضوعاتو لیکل شوې وې، ما سره را يوځای کړې، نو بیا مې دا فکر وکړ، چې بايد دې ته کتابي بڼه ورکړم. ما هڅه کړې، چې په دې کتاب کې د بلوچستان ټولې ستونځې په ګوته کړم، تر څو خلک يې بیا د هوارولو لپاره هلې ځلې وکړي؛.

لالا صدیق بلوڅ چې دا وخت د بلوچستان د دوو ورځپاڼو بلوچستان ایکسپریس چې په انګلیسي ژبه ده او ورځپاڼه ازادي چې په اردو ژبه خپرېږي، د دواړو چیف ایډيټر دی، چې تردې وړاندې يې د پاکستان له تر ټولو لويې د انګلیسي ژبې له ورځپاڼې ډان سره ډېر کلونه کار کړی. لالاصدیق بلوڅ چې د خبریالۍ ژوند يې په کراچۍ او کوټه کې تېر کړی، د ژوند ډېری برخه يې د بلوچستان له مخکښو بلوڅو او پښتنو سیاستوالو سره تېره کړې.

XS
SM
MD
LG