د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان د مدني ټولنو کنفرانس


د اسلام اباد کنفرانس موخه هم دا ده چې د دواړو هېوادونو د مدني ټولنو غړي له يو بل سره کښېني او هغه لارې ولټوي چې ورسره خپلمنځي شخړې ختمې شي.

د پاکستان او افغانستان مدني ټولنې وايي چې دواړه هېوادونه له تېرو څو لسيزو راهیسې د ترهګرۍ ناسور ځپلي دي نو خاتمې لپاره یې پکاره ده چې له يو بل سره همکاري وشي.

د پاکستان يوې غير سرکاري ادارې سپيډو د يو ايس ايډ په مرسته په اسلام آباد کې د پاکستان او افغانستان د مدني ټولنو غړو ترمينځ د دوه ورځني کنفرانس تابيا کړې ده.

په کنفرانس کې د ګډون والو وينا وه چې پاکستان او افغانستان ګاونډي ملکونه دي خو د يو شمېر شخړو له کبله یې خپلمنځي اړيکې ښه نه دي پاتې شوې. د دوی په خبره د دواړو هېوادونو خبري رسنۍ باید د دغه شخړو ختمولو لپاره خپل کردار ادا کړي.

د يادې شوې ادارې مشر رضا شاه خان مشال ريډيو ته وويل چې د کنفرانس موخه هم دا ده چې د دواړو هېوادونود مدني ټولنو غړي له يو بل سره کښېني او هغه لارې ولټوي چې ورسره خپلمنځي شخړې ختمې شي.

د افغانستان د يوې غير سرکاري ادارې سنايي ډويلپمنټ آرګنائزيشن (اېس ډي او) مشر راز محمد دليلي وايي، چې مدني ټولنې په دواړو هېوادونو کې فعاليت لري او که دوی په ګډه سره خپل کوښښونه جاري وساتي نو امکان لري چې دواړه ملکونه به يو بل ته رانزدې شي.

ياده دې وي چې په کنفرانس کې د پاکستان يو شمېر غير سرکاري تنظيمونو له غړو سره سره د افغانستان د مختلفو غير سرکاري تنظيمونو ٢٤ رکني ډله هم ګډون کوي.

XS
SM
MD
LG