د لاسرسي ځای

تازه خبر

‘افغانستان او پاکستان یو بل ته نږدې کېږي’


د پاکستان پوځ مطبوعاتوڅانګې ای اېس پي ار په وینا چې نن «چارشنبه» به د جنوبي قوماندې قومندان د خبرو اترو لپاره افغانستان ته ځي.

د ای اېس پي ار خبر پاڼه زیاتوي چې لیفټینینټ جنرل ناصر خان جنجوعه به په دې دوره کې له خپل افغان سیال سره ویني.

د پوځ مطبوعاتو څانګې په وینا چې د دې دورو مقصد د دواړو ملکونو د پوځي چاروامو ترمنځ تعلقاتو ته وده ورکول دي.

یاده دې وي د روانې میاشتې پر نولسمه نېټه د پیښور کور قومندان لیفټنینټ جنرل هدایت الرحمان هم د افغانستان دورې پر مهال له خپلو افغان سیالانو سره لیده کاته کړي ول.

د ای اېس پي ار خبر پاڼه وایي چې پر دې موقعد افغانستان سرحدي پوځ او د ایساف اعلا چارواکي هم موجود ول، چې پکې د پولې پر امنیت خبرې اترې شوې وې او د دې ترڅنګ پر دې هم غږېدلي ول چې د پولو دواړو غاړو همکاري او میکانزم نور هم ښه کړل شي.

د دواړو ملکونو ترمینځپوځي چارواکو دورو په اړه د افغاستان د امورو ماهر او خبریال رحیم ا یوسفزې وایې چې د د دواړو ملکونو اعلی سیاسی او پوځي مشرانو د دورو په موقع دا خبره شوې وه چې د دواړو ملکونو پوځونو ترمینځه ملاقاتونه شروع شي.

ده وویل چې له دې دورو ښکاري چې دواړه ملکونه له یو بل سره د پخوا په پرتله همکارۍ ته زیات چمتو دي.

د نوموړي په وینا چې د افغانستان او پاکستان سیاسي او پوځي مشرتابه ترمنځ لیده کاته وشول، اوس د ځایي کمانډرانو ترمینځه د لیدو لړۍ پیل شوې چې یو ښه بدلون دی.

«تر دېمخکې د پېښور کور کمانډر «کل اردو» هم افغانستان ته تلی و او هغه د افغانستان ختیځ کې له افغان پوځي مشرانو سره ولیدل نو دا شان اوس د بلوچستان کور کمانډر لیفټینینټ جنرل ناصر خان جنجوعه به د قندهار او هلمند له ځایي پوځي چارواکو سره ملاقاتونه کوي»

د نوموړي په اند چې دواړه ملکونه له یو بل سره اشتراک لا زیاتول غواړي، د معلوماتو تبادله کول غواړي. او له یوه بله ګیلې ماڼې لیرې کول غواړي.

د فاعي چارو کار پوه او پخواني بریګیډیر محمود شاه په نظر چې دواړو ملکونو ترمینځه دا ملاقاتونه د ترهګرۍ ضدجنګ کې ګټور ثابتېدلی شي.

»پاکستان ضرب عضب عملیاتو کې بې توپیره د وسله والو خلاف کاروایي کوي، افغانستان حکومت هم مخلصه دی او اوس پوهه دی چې پاکستان د ترهګرۍ خلاف جنګ کې مخلصه دی نو که دواړه ملکونه د ترهګرې خلاف په جنګ کې داسې يو ځای شي نو دواړو ملکونو ته ګټه رسېدلی شي»

یاده دې وې پدې ورستیو کې د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف او د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر لیفټینېنټ جنرل رضوان اختر هم د کابل سفر کړی و.

د دې ترڅنګ تېره میاشت د افغاستان پوځ مشر جنرل شېر محمد کریمي او د ایساف کمانډر جنرل جان کیمبل هم د پاکستان دوره کړې وه او جنرل راحیل شریف سره یې ملاقات کړی و.

XS
SM
MD
LG