د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ترکمنستان ته ولاړ


ولسمشراشرف غني نن (چارشنبه) د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ ترکمنستان ته ولاړ.د جمهوري ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ولسمشر به په دې دوه ورځني سفر کې د ترکمنستان د ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف او یو شمېر نورو چارواکو سره وګوري.

په خبرپانه کې زیاته شوي چې دواړه لوري به په اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او د سیمې په مسایلو خبرې وکړي.

د ولسمشر غنې سره په دې سفر کې لومړی مرسیتال عبدالرشید دوستم، د اجرییه رییس دوهم مرستیال محمد محقق د ملي امنیت په چارو کې د ولسمشر سلاکار محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور افغان چارواکي ګډون لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG