د لاسرسي ځای

د افغانستان ولسمشر وايي، هېواد يې غواړي په سيمه کې د اړیکو نوې لړۍ پيل کړي. افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون (سېشنبه) په دې اړه په ارګ کې د ايران د بهرنیو چارو له وزيرمحمد جواد ظريف سره د ليدو پر مهال خبرې وکړې.

د افغانستان ولسمشر وايي، هېواد يې غواړي په سيمه کې د اړیکو نوې لړۍ پيل کړي.افغان ولسمشرمحمد اشرف غني پرون (سېشنبه) په دې اړه په ارګ کې د ايران د بهرنیو چارو له وزيرمحمد جواد ظريف سره د ليدو پر مهال خبرې وکړې.

د ولسمشر دفتر پرونۍ خبرپاڼه کې راغلي چي په دې غونډه کې ولسمشرغني او ښاغلي ظريف د امنیتي مسايلو، د سخت دريځۍ او ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د نیشه یي توکوپر ضد د مبارزې، د افغان کډوالو د ستونزو او د اقتصادي همکاریو په ځانګړي توګه د انرژۍ او تجارت زیاتولو د برخو په اړه خبرې وکړې.

په دې غونډه کې د ايران او افغانستان ترمنځ د ستراتيژيک تړون په اړه هم خبرې وشوې.

د غونډې پرمهال دواړو لورو موافقه وکړه چې د دې تړون متن به د منظم چوکاټ له مخې وليکل شي او ايران ته د ولسمشر غني د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د مشرانو له خوا لاسليک شي.

د ولسمشر له دفتره د خپرې شوې خبرپاڼه کې زیاته شوي چې ولسمشر غني د ايران د بهرنيو چارو وزيرمحمد جواد ظريف ته وويل چې افغانستان د سيمه یېزو همکاريو د بنسټ ايښودلو هدف لري. ولسمشروويل، ايران او افغانستان د يو ډول ګواښونو او فرصتونو سره مخامخ دی او که خطرونو اټکل نه کړي، له ستونزو سره به مخامخ شي.

جواد ظريف همدا رازد ایراني د ولسمشرله خوا افغان ولسمشر تهايران ته د ورتګ رسمي بلنه ورکړه.

XS
SM
MD
LG