د لاسرسي ځای

د بنو پولیسو د افغان کډوالو د نیولو لړۍ پیل کړې


د خېبرپښتونخوا چارواکي وایي،په بنو کې یې ګڼ افغان ګډوال نيولي دي.بنو میشته ځینو ګډوالو مشال راډیو ته ویلي چې د قانوني اسنادو د درلودلو باوجود د پولیسو لخوا نیول شوي دي، خو د پولیسو یو ځايي مشر بیا وايي د صوبايي حکومت د پریکړې پر اساس یې دغه افغان کډوال بندیان کړي دي.

د بنون پولیس زیاتوي چې د تحريک انصاف د واکمن ګوند د صوبايي حکومت په حکم یې د افغان کډوالو نيول پيل کړي دي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او يو شمېر د بشري حقوونو ادارو په بیا بیا ويلي دي چې هغه افغان کډوال چې په پاکستان کې د قانوني اوسيدو اسناد لري باید د پوليسو لخوا تنګ نه کړل شي.

XS
SM
MD
LG