د لاسرسي ځای

د امریکا ولسمشر وویل په افغانستان کې افغان ځواکونه په نړۍواله کچه روزل شوي او هغوی په پوره ځواک د وسله والو پرضد جنګیږي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما نن «چارشنبه» د کانګرس غونډې ته په وینا کې پر پراخو موضوعاتو خبرې وکړې. نوموړي د اسلامي دولت وسله والې ډلې، د ایران لانجمن جوهري پروګرام، د اوکراین او د انټرنېټي نړۍ د امنیت ساتلو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر بارک اوباما د خپلو خبرو په پیل کې په افغانستان کې د امریکې د جنګي ماموریت د ختمیدو یادونه وکړه :

(( د ستمبر د یوولسمې نیټې د پېښو نه پس په اول ځل ، د افغانستان لپاره زمونږ جنګي ماموریت پای ته رسیدلی. شپږ کاله وړاندې ۱۸۰ زره امریکايي ځواکونه په افغانستان او عراق کې موظف و. نن یې شمیره پنځلسو زرو نه کمه ده. ))

د امریکا ولسمشر وویل په افغانستان کې افغان ځواکونه په نړیواله کچه روزل شوي او هغوی په پوره ځواک د وسله والو پرضد جنګیږي.

د امریکا د داخلي موضوعاتو په اړه د خبرو پرمهال اوبامه په خپلو خبرو کې وویل شپږ کاله وړاندې حالات له ډیرو زاویو نه ترینګلي وو ، خو اوس امریکا په اقتصادي او نورو څانګو کې پیاوړې ده، اقتصاد یې پیاوړی دی، خلکو ته د روزګار مواقع په لاس ورغلي او مډل کلاس یا منځنۍ طبقه د پخوا نه په ښه حالت کې ده، اوباما وویل دشخړو وخت تیر دی او اوس امریکا پیاوړې ده.

نوموړي زیاته کړه : کانګرس دې د اسلامي دولت پرضد د ځواک د استعمالولو د اجازې په ورکولو نړۍ ته وښايي چې دوی د ترهګرۍ پرضد ژمن دي.

(( موږ په نړۍ کې د ترهګرۍ خلاف د هغو خلکو سره ولاړ یو چې د ترهګرو لخوا په نخښه شوي، د پاکستان د سکول نه نیولې د پاریس تر کوڅې پورې. زه په کانګرس غږ کوم چې د اسلامي دولت پرضد د ځواک د استعمال په اجازې ورکولو سره دېنړۍ ته ښکاره کړي چې مونږ په دې لاره کې یو یو. ))

نوموړي وویل روسیه د یوکراین د شخړو له وجې د انزوا ښکار ده او د اقتصادي ستونزو سره مخ ده. دایران په اړه یې وویل که څه هم دا ضمانت څوک نشي ورکولی چې د ایران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ به دایمي تړون وشي، خو هڅې روانې دي او په داسې وخت کې که کانګرس د ایران پرضد د نورو بندیزونو منظوري ورکړي نو دا به شخړه پیچلې کړي.

د تیر کال په نومبر میاشت کې د انتخاباتو په پایله کې د ریپبلکنز ګوند لخوا په سینیټ او ولسي جرګه کې د برترۍ ترلاسه کولو وروسته د اوباما دل لومړۍ وینا وه چې په ترڅ کې یې په کورنیو اونړیوالو شخړو خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG