د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ۱۳ کلونو کې د افغانستان په امنیتي حالت کې بدلونونه


د جمهوریت دا خپرونه له تېرې هغې سره تړلې ده. په تېره خپرونه کې تاسې واورېدل چې نړیوالو ځواکونو په رسمي ډول د تېر کال ډېسمبر په پای کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او د امنیت ټولې چارې یې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته وسپارلې. دا مهال د نړیوالو ځواکونو نوی ماموریت یوازې د افغان ځواکونو د سرتېرو روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو دنده په غاړه لري.

د جمهوریت په تېره خپرونه کې تاسې له پوهانو واورېدل چې په تېرو ۱۳ کلونو کې په افغانستان کې ډیموکراسي راغله، د بشري او د ښځو حقونو حالت ښه شو او قوانین جوړ شول، خو څومره پرمختګ چې پکار وو هغه ونشو.

په دې خپرونه کې به واورئ چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان امنیتي حالات څنګه بدل شوي دي؟ د هغه هېواد د امنیت خرابوالي لاملونه څه دي؟ ایا افغانان د جګړې نه شتون غواړي، که نه د ثبات په تکل دي؟ ایا د افغانستان ملي پوځ هېواد ته د ورپېښو ګواښونو مقابله کولای شي؟ ایا د افغانستان پولیس به د کورني امنیت په ټينګښت کې بریالي شي؟ افغان ملي امنیتي ځواکونه څه نیمګړتیاوې لري؟ امنیت او جمهوریت او جمهوري ارزښتونه له یو بل سره څه تړاو لري؟

په خپرونه کې حسیب الله شینواری، خوشال خلیل او پوهاند نصر الله ستانکزی زموږ مېلمانه دي.

جمهوریت د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.

په ۱۳ کلونو کې د افغانستان په امنیتي حالت کې بدلون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:44 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG