د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پکتیا کې نشه يي توکي او قاچاق کوونکي نیول شوي


د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې یوولس ټنه نشه يي توکي او د نشه يي توکو شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.

د پکتیا ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په بیلابیلو سیمو کې يې یوولس ټنه نشه يي توکي او د نشه يي توکو شپږ تنه قاچاق کوونکي نیولي دي.

د سشنبې په ورځ د پکتیا امنیه قوماندان جنرال زلمي اوریاخېل مشال راډیو ته وویل، چې دا نشه يي توکي د پکتیا په احمدابا او مرکز په مربوطاتو کې نیول شوي دي.

د پکیتا امنیه قوماندان وايي، چې په نیول شویو نشه يي توکو کې ۱۸۵۰ کیلوګرامه تریاک هم شامل دي:

((د پکتیا امینه قوماندانۍ پولیس وتوانیدل، چې د یاد ولایت په احمدابا ولسوالۍ کې عملیات وکړي او په کې پنځه زره کیلو چرس ونیسي، بیا په همدې توګه یو بل ځای هم نشه يي توکي ونیول شول او په دریم ځل نیول شویو توکو کې ۱۸۵۰ کیلو تریاک، یو لوی موټر دوه تنه لیږدونکي يې او وسلې هم ورسره ونیول شوې.))

د پکیتا د امنیه قوماندانۍ د چارواکیو له خوا د امنیه قوماندانۍ په انګړ کې نیول شوي نشه يي توکي، د قاچاقو په تور نیول شوي شپږکسان او وسلې د رسنیو خبریالانو ته وښودل شوې.

امنیتي چارواکیو دا هم وویل، چې دا ټول توکي په ورستي یوه اونۍ کې نیولي دي.

د احمدابا په ولسوالۍ کې یونیم زر کیلوګرامه چرس، ۱۸۳۰ کیلوګرامه تریاک په یو بل ځای چې په یو لوی موټر کې ځای پر ځای شوي ول،

XS
SM
MD
LG